د ولسي جرګې يوه پخواني وکيل د ولايتي شورا يو کانديد وهلى دى

 

 
لوګر(پژواک،٤غويى٩٣):د پکتيا د ولايتي شورا کانديد تاج محمد منګل وايي، چې د لوګر په مرکز پل علم کې يو شمېر وسله والو کسانو له موټره ښکته کړی او بيا يې وهلی، ډبولی دی.هغه وويل، چې لومړی نه پوهېده، چې دا کسان څوک دي، خو وروسته يې وليدل، چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې د کابل ستازی بيدارځاځی او د پکتيا اوسېدونکى ورسره و او خپلو کسانو ته يې وويل، چې موټر ته يې پورته کړئ.
تاج محمد منګل وايي، چې په دې وخت کې د ملي اردو د ځواکونو کاروان تېرېده، چې ورسره بيدار ځاځی او کسان يې د کابل پر لوري وتښتېدل او دی يې پرې ښود.
منګل وويل، چې ده ته د ده د وهلو او ډبولو هيڅ لامل معلوم نشو، خو د بيدار ځاځي له خولې څخه يې د زياتو رايو د ګټلو خبره واورېده، چې ولې يې دومره زياتې رايې اخيستې دي.
ده وويل: ((له ماسره يواځې يو موټر چلوونکى وو ، هغه هم بې وسلې.))
نوموړي زياته کړه، چې تر دې مخکې يې هيڅ ډول خبرې نه دي ورسره کړي او نه هم د دوی د کورنۍ کوم غړی د پکتيا ولايتي شورا ته کانديد دی، خو د بيدار ځاځي يو زوی د کابل ولايتي شورا ته کانديد دی، چې له دې پېښې سره هيڅ تړاو نلري.
بلخوا د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي پژواک اژانس ته وويل، چې د ده د ځينو معلوماتو پر اساس ويلی شي، چې د تاج محمد منګل او بيدار ځاځي تر منځ شخړه د ځينو قومي ستونزو له امله رامنځته شوې ده او په دې اړه نور معلومات نلري.
د لوګر ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي پژواک خبر اژانس ته وويل،  چې په ولسي جرګې کې د کابل پخواني استازي بيدارځاځي او د يو بل وکيل تر منځ وسله وال نښته شوې ، چې دواړو خواوو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
تاج محمدمنګل او بيدار ځاځى دواړه د پکتيا ولايت اوسېدونکي دي او د لوګر د امنيه قوماندان په وينا، نن له غرمې وروسته له دغه ولايت څخه کابل ته پر لاره و .
هغه وايي، چې دا نښته د پل علم په ښار کې رامنځ ته شوې او د دواړو ساتوونکو يو پر بل ډزې کړي او وروسته دواړه بېرته پکتيا ته ستانه شوي دي.
خو تاج محمدمنګل د لوګر د امنيه قوماندان هغه خبرې هم رد کړې، چې ګنې تر منځ يې د ټوپکو ډزې شوي، خو وايي، چې د وهلو په نتيجه کې دی په خپله يو څه ټپي شوی دی.
پژواک هڅه وکړه ، چې په دې اړ د بيدارځاځي نظر  واخلي، خو د هغه د ټېلېفونونو شمېرې بندې   دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.