مردم پکتیا از کمیسیون های انتخاباتی خواستند به رای آنان احترام بگذارند

 
کابل (پژواک ٢٢ورى ٩٣) : د پکتيا ولايت يو شمير قومي مشرانو ،دمدني ټولنې غړ او ځوانانو ديوې غونډې په ترڅ کې دټاکنو پر کمېسيون غږ وکړ ،چې دخلکو رايې ته بايد احترام وکړي او درغلي پکې ونشي .
دغه غونډه په داسې حال کې جوړيږي ،چې له څو ورځو راهيسې په يو شمير رسنيو کې راپورونه خپاره شول ،چې دپکتيا په ګډون په يو شمير ولايتونو کې له ټاکنو وروسته  داريې اچونې  ځينې صندقونه ديوه ځانګړي کانديد په ګټه ډک شوي دي .
ياده غونډه ، چې  لسګونه تنو په ګډون درولد ،نن دجمعې په ورځ دګردېزښار په شاهي رسټورانټ کې جوړه شوې وه او يوشمير ويناوالو په ياده موضع خبرې وکړې .
قومي مشرجنت خان منګل وويل :پکتيا والو په ډيره سختو شرايطو کې په دې ټاکنو کې برخه اخيستې ،تکليفونه يې ګاللي  د خلکو  رايو ته بايد په پوره ډول درناوی وشي او کوم کانديد تهيې ،چې رايه ورکړې وي هغه ته دې درناوی وشي .
نوموړی وويل :  (( موږ دشکاياتو پرکمېسيون غږکوو ،چې حق حقدار ته وسپاري او هغه چا ،چې په ټاکنو کې درغلي کړې او يا يې کوي بايد هغوی ته سزا ورکړل شي .))
دمدني ټولې يو تن فعال نور احمد ريښتياوال وويل ، په ځينو ولايتونو کې لاهم هڅه کيږي ،چې ديوه ځانګړي کانديد په ګټه درغلي وشي ،چې له ځينو سيمو څخه رسنيو ثبوتونه هم ترلاسه کړي دي .
دی وايي ،چې دوی به تل له خپل حق څخه دفاع کوي او چاته به اجازه ورنکړي ،چې دپکتيا والو له رايو سره خيانت وکړي .
دغونډه په پای کې يو پرکړه ليک هم صادر شو ،چې دټاکنو او شکايانو کمېسيونونو او يو شمير نورو ادارو څخه غوښتنه شوې وه ،چې دټاکنو په برخه کې دې له پوره بې پرې توب څخه کار واخلي او حق حقدار ته وسپاري.
که څه هم ددې غونډې په اړه کومې اړونده ادارې  نه دي ويلي ، خوله دې وړاندې په پکتيا کې دټاکنو او د شکاياتو او رېدو کمېسيونونو چارواکوويلي وو ،چې دوی نه چاته اجازه ورکړې او نه به يې ورکړې ،چې په ټاکنو کې درغلي وکړي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.