All votes of Paktia candidate invalidated

 
ګردېز (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د پکتيا د شکايتونو کمېسيون له لوري د ولايتي شورا د اوسني رييس او دې شورا ته د کانديد ښايسته جان احدي ټولې رايې باطلې اعلان شوې.
د دغه کمېسيون  رييس بشير بهرام  له رسنيو سره په خبرو کې وويل، د ټاکنو د ولايتي  دفتر يوه کار کوونکي د رايو بيا ځلې شمېرلو پر مهال د نورو کانديدانو رايې ښايسته جان احدي ته په هغو پاڼو کې چې مرکزي دفتر ته لېږل کېږي، رسولې دي.
نوموړى وايي، د دې او نورو درغليو له امله يې پرېکړه وکړه، چې په ټوله پکتيا کې د ياد کانديد رايې باطلې کړي.
ده د ټاکنو کمېسيون د هغه غړي نوم ياد نه کړ، چې د رايو په شمېر کې يې درغلي کړې ده.
له بلې خوا په پکتيا کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس رحمت الله حقمل  هم دا مني، چې د ټاکنو په دفتر کې د ځينو صندوقونو رايې  يوه ځانګړي کانديد ته جمع شوې دي.
نوموړي زياتوي: ((له مرکزي دفتر سره په جريان کې يو، هغه کس چې د يوه کانديد رايې يې په بل پسې حساب کړې، معلوم شوى او څارنوالۍ ته به يې معرفي کړو.))
بلخوا ولايتي شورا ته کانديد ښايسته جان احدي د ټولو رايو باطلېدا يوه غېر عادلانه پرېکړه بولي او وايي،  چې د شکايتونو کمېسيون دغه پرېکړه د شخصي خصومت له مخې کړې ده.
احدي زياتوي، چې دا ډول پرېکړه قومونو ته سپکاوى دى او ده له خپلو پلويانو وغوښتل ، چې د خپلو رايو پوښتنه وکړي.
د يادولو ده، چې ښايسته جان احدي د ولايتي شورا په دوو دورو کې د ولايتي شورا رييس او مرستيال پاتې شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.