ټاکنیز خبرونه

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨): د پژواک موندنې ښيي چې د کندوز ټاکنو کمېسيون ته څېرمه وژل شوى کس د ثبات او همپالنې ډلې ناظر نه، بلکې تنکى ځوان دى چې په هېڅ يوې ټاکنيزې ډلې پورې يې تړاو نه درلود.
د ټاکنو کمېسيون له لوري پرون يو ځل بيا ٢٨ ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنه پيل شوه چې دغه پروسه د کندوز په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې له غبرګون او مخالفت سره مخ شوه.

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې له ټولو ۲۶۵۸۰ پرانستو محلونو په لسو کټګوریو کې د ٨٢٥٥ محلونو رايې تفتیش کوي او له سره شمېرې چې په دغه راپور کې یادې لس کټګورۍ په بشپړ ډول تشريح شوې دي.

 

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ټاکنیزو ټيمونو اعتراضونو او شکایتونو ته د رسېدنې له امله په ټولو ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر ودرېد او له همدې امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم وځنډېدې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پاکو او ناپاکو رایو بېلولو لپاره د رایې ورکونې د ۲۶۵۸۰ محلونو له ډلې د روان کال د لړم په ۱۸مه د رایې ورکونې د ۸۲۵۵ محلونو د تفتیش او بیاشمېرنې اعلان وکړ، خو دغه بهیر د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل اړوند ټاکنیزو ټيمونو له مخالفت سره مخ شو.

کابل (پژواک،۲۱ لړم ۹۸): یو شمېر مدني فعالانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته په جوړه شوې اعتراضي غوڼده کې د یاد کمېسیون د کمېشنر مولانا عبدالله د محاکمې غوښتنه وکړه.

 

کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيران د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د ژر اعلان او د ټولو اړخونو له خوا يې د منلو غوښتنه کړې ده.
دغه څرګندونې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو کمېسيون مشرې فيډريکا موګيريني پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د دې اتحاديې د بهرنيو شورا له غونډې وروسته په يوه خبري غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د اروپايي اتحاديې اړوند هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو هم ګډون کړی و.

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اتو زرو ډېرو محلونو د رایو بیاشمېرنې لپاره د فرصت غوښتنه وکړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې یوازې بایومټریک رایو ته اعتبار ورکول کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیو رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې یوازې هغو رایو ته اعتبار ورکول کېږي چې بایومټریک شوې دي.
هغې وویل چې دغه کمېسیون د پاکو او ناپاکو رایو بېلولو لپاره د رایې ورکونې له ۲۶۵۸۰ محلونو څخه د ۸۲۵۵ محلونو رایې په بېلابېلو ولایتونو کې د بیاشمېرنې لپاره راجع کړې دي.

کابل(پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د ٣٤ ولايتونو له ډلې په ١٢ ولايتونو کې د رايو د بياشمېرلو مخنيوى شوى او د دوه ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې پروسه بشپړه شوې ده.

 

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۸): د مشرانو جرګې غړي پر محمدي اخلاقو سنبالتيا د ستونزو د حل لار بولي، وايي د ټاکنو پايلې بايد پر خپل وخت اعلان شي؛ ځکه چې د سولې خبرو لپاره بايد منتخب او پياوړی حکومت شتون ولري.
د مشرانو جرګې غړو نن د بشریت د ستر ناجي حضرت محمد (ص) د مبارک مولود په مناسبت یو بل او دغه راز ټولو افغانانو او مسلمانانو ته مبارکي وویله او پر محمدي اخلاقو سنبالتیا یې له ستونزو د نجات لار وبلله.
د مشرانو جرګې غړې صديقې بلخي وویل: "ټول افغانان بايد پر نبوي اخلاقو ځانونه سمبال او د هغه مبارک (ص) پر نقش قدم کېږدي."

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۹۸): د درملوګ کمپنۍ له ٨٦زره د زياتو باطل شويو او ١٣٧زره قرنطين شويو رايو په اړه خپلې موندنې د ټاکنو له کمېسيون شريکې کړي او هيله يې څرګنده کړې چې دغه سپيناوى د ټاکنو کمېسيون د قناعت وړ وګرځي. 

 

 کابل (پژوا، ۱۶ لړم ۹۸): د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون په لومړۍ مرحله کې له ۴۷۰۰ څخه ډېرو ټاکنیزو شکایاتو او ۲۰۰ قضیو ته د رسېدنې خبر ورکړی، د ټاکنو د پایلو ځنډ یې اندېښمن بللی او وايي چې د ټاکنو د مهالوېش ماتول د قانون ماتولو په معنا دی.
د دغه کمېسیون رییسې زهرې بیان شینواري چې د نن ورځې په خبري ناسته کې یې خبرې کولې، وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د سرغړونو، درغلیو او جرمونو په اړه له ۴۷۰۰ څخه ډېرو شکایتونو ته رسېدنه کړې ده.

Pages

Subscribe to ټاکنیز خبرونه