کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اتو زرو ډېرو محلونو د رایو بیاشمېرنې لپاره د فرصت غوښتنه وکړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې یوازې بایومټریک رایو ته اعتبار ورکول کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیو رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې یوازې هغو رایو ته اعتبار ورکول کېږي چې بایومټریک شوې دي.
هغې وویل چې دغه کمېسیون د پاکو او ناپاکو رایو بېلولو لپاره د رایې ورکونې له ۲۶۵۸۰ محلونو څخه د ۸۲۵۵ محلونو رایې په بېلابېلو ولایتونو کې د بیاشمېرنې لپاره راجع کړې دي.
نورستانۍ وویل چې د رایو دا شمېرنه د لړم په ۱۶مه په شلو ولایتونو کې پیل شوه، په بادغيس کې پای ته رسېدلې او په ۱۴ ولایتونو کې ځینو ټاکنیزو ټيمونو د تفتیش او بیاشمېرنې د بهیر پر وړاندې لاریونونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنیزو ټيمونه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرلو مانع شوي او یا یې هم غندلي دي.
نورستاني دا ډول کړنې د اندېښنې وړ وبللې او ویې ویل چې ښايي د ټاکنو د پایلو اعلانېدو کې د ځنډ سبب شي.
د ټاکنو کمېسیون له دې مخکې ویلي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه او وروستۍ یې د لېندۍ په ۱۶مه اعلانوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې وویل چې د رایو باطلېدو او یا هغو رایو ته اعتبار ورکول چې بیا شمېرنې ته راجع شوې دي، په اړه پرېکړه به له تفتیش او بیاشمېرنې وروسته معلومه شي.
هغې زیاته کړه، هغه چا چې د قانون خلاف عمل کړی او د ټاکنیزو درغلیو عامل شوي، عدلي او قضایي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.
هغې وویل: «موږ د خلکو رایو، ملي ګټو، د افغانستان او خپل عزت ته احترام لرو؛ هیله لرو چې وخت راکړئ څو بیا شمېرنه وشي.»
نورستانۍ له ټولو خلکو په ځانګړې توګه له ټاګنیزو ټکټونو وغوښتل چې کمېسیون ته فرصت ورکړي څو له قانو او طرزالعملونو سره سم پاکې رایې له ناپاکو بېلې او ټاکنې اعلان کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.