ټاکنیز خبرونه

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): د ثبات او همپالنې ټېم وايي، څلور ډوله تقلبي رایې چې د رایو غټ شمېر جوړوي، په هېڅ شرط د دوی د منلو وړ نه دي او له بیاشمېرنې مخکې باید تصفیه شي.

 

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸) : د پژواک لخوا ترلاسه شوي سند کې په ډاګه شوې چې د  ۸۴۹۴ محلونو رای بیا شمیرنه او څیړل کیږي.
ددغه سند پر بنسټ،  دغه محلونه چی رای یې بیا شمیرل کیږي او څیړنه یې کیږي په لاندې ډول دي.
د کابل ولایت د ۱۱۹۷ محلونو، دننګرهار ۸۴۱ محلونو، د کندهار ۷۸۳ محلونو، د پکتیا ۷۴۰ مخلونو، د بغلان ۷۲۲ محلونو، د هلمند  ۵۴۲ محلونو، د پکتیکا ۴۰۷ محلونو، د غزني ۴۰۲ محلونو، د خوست ۳۵۰ محلونو او دبخشان د۳۲۲ محلونو رای بیا شمیرنې ته اړتیا لري.

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر د تلې میاشتې د شپږمې په ټاکنو کې د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې خپلې ټاکنیزې سیالۍ وځنډولې؛ خو یو شمېر خلکو نوموړي ته رایې ورکړې او د هغه رایې محاسبه کېږي.

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافاتو له امله نن د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پیل نه شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله نن د ټاکنو کمېسیون په انګړ کې رسنیو ته وویل چې د رایو د بیاشمېرنې بهیر باید وروسته له هغه پیل شي چې له ټاکنیز وخته مخکې د ۱۰۲زره ډېرو او د ۱۳۷زرو ځنډول شوو رایو برخلیک معلوم شي.

کابل (پژواک، ۱۳ لړم، ۹۸): د ټاکنو کمېسیونونو اسناد ښیي چې د ۱۰۵ محلونو رایې باطلې شوي دي او د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د رایو په ۳۷۰ پرانیستو مرکزونو کې هېڅ رایه نه ده کارول شوې.

 

کابل (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر په جریان کې څه باندې ۴۰۰ بایومټریک ماشینونو له ورکېدو او تخریب خبر ورکوي او وايي چې د قضیې ډول ته په کتو به په دې اړه پرې‎کړه وشي.

 

کابل (پژواک، ۶ لړم ۹۸): د ټاکنو د روڼتيا لپاره د څارونکو بنسټونو شبکه وایي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو په اعلان کې ځنډ د ټاکنو پر پروسه شکونه ډېروي او دغه پروسه تر پوښتنو لاندې راولي.
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې او خلکو په کې ۱۳ نوماندانو ته رايې ورکړې.
د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه د ټاکنو لومړنۍ پايلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پايلې يې د لړم په ۱۵ مه اعلان شي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ وویل چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د لړم په ۲۳ مه اعلان شي.

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳ مه اعلانوي.

 

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): د ټاکنو کمېسیون وايي چې له ټاکنو مخکې ۴۲۷زره شکمن کسان د رایې ورکوونکو له نوملړه حذف شوي چې په کومه ځانګړې جغرافیه او قوم پورې اړوند نه دي.

 

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٨): د ټاکنو کمېسیون د امنیتي او دغه کمېسیون د اداري سرتېرو په همکارۍ د دولت ساز ټيم د کسانو له خوا د یاد کمېسیون د ډیجیټالي مرکز د دروازې د قلف د ماتولو ادعا ګنګوسه او د کمېسیون پر وړاندې یوه دسیسه بللې، خو د ثبات او همپالنې ټيم د یادې موضوع د څېړلو ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت او ټاکنو کمېسیون د درېيو مهمو چارواکو د دندو د ځنډېدو غوښتنه کوي.

 

Pages

Subscribe to ټاکنیز خبرونه