کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸) : د پژواک لخوا ترلاسه شوي سند کې په ډاګه شوې چې د  ۸۴۹۴ محلونو رای بیا شمیرنه او څیړل کیږي.
ددغه سند پر بنسټ،  دغه محلونه چی رای یې بیا شمیرل کیږي او څیړنه یې کیږي په لاندې ډول دي.
د کابل ولایت د ۱۱۹۷ محلونو، دننګرهار ۸۴۱ محلونو، د کندهار ۷۸۳ محلونو، د پکتیا ۷۴۰ مخلونو، د بغلان ۷۲۲ محلونو، د هلمند  ۵۴۲ محلونو، د پکتیکا ۴۰۷ محلونو، د غزني ۴۰۲ محلونو، د خوست ۳۵۰ محلونو او دبخشان د۳۲۲ محلونو رای بیا شمیرنې ته اړتیا لري.
د ټاکنو کمیسیون یوې باوري سرچینې  دلړم په ۱۵مه، پژواک ته وویل چې دواړه ټاکنیز کمیسیونونه غواړي په ګډه د رایو د بیا شمیرنې او څیړنې پروسه پرمخ بوځي او په دې برخه کې یې کار  پیل کړی دي.
سرچینې زیاته کړه، د هغو محلونو چې رای یې بیا شمیرنه او څیړل کیږي له ۸۴۹۴ څخه نه زیاتیږي او کیدای شي د کمیسیون له پریکړې وروسته دا شمیره کمه شي.
د کمیسیون یوې بلې باوري سرچینې چې نه غواړي يې څرګند شي، پژواک ته وویل چې ۱۷۰۹ محلونه چې د ټآکنیزو شکایتونو کمیسیون لخوا  دوی ته معرفي شوي، په دې کې ۸۵۹۴ محلونه هم شامل دي.
یادې سرچینې په ډاګه کړه چې شمیرې وروستۍ نه دي او تر اوسه د کمیسیون لخوا تصویب شوي هم نه دی او ممکن په شمیرو کې بدلونونه رامنځته شي.
تر دې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کمشنر سید قطب الدین رویدار ویلي وو، چې له ټاکنو کمیسیون یې غوښتي وو چې په ۲۳ ولایتونو کې ۲۱۱۸ محلونو د رایو بیا شمیرنه وکړي.
هغه زیاته کړې، له ۲۱۱۸ محلونو پرته ځینې نور محلونه هم بیا شمیرنې او څیړنې ته اړتیا لري ، چې له همدې امله د هغو محلونو چې رای یې بیا شمیرنې او څیړنو ته اړتیا لری، شمیره یې لوړه شوه.
یو سند چې پژواک ته ترلاسه کړی پکې ښودل شوي چې په ۲۳ ولایتونو کې ۲۰۰ محلونه بیا شمیرنې ته اړتیا لري. ددې سند له مخې د لاندې ولایتونو رای بیا شمیرنې ته اړتیا لري.
په بغلان کې ۳۷۲، هلمند ۳۱۷، غور ۲۰۷، کندهار ۱۸۹، ننګرهار ۱۸۶، خوست ۱۷۹، کاپیسا ۱۲۳، فاریاب ۱۰۴، کندز ۸۱، او پکتیا ۷۳ محلونه بیا شمیرنې ته اړتیا لري.
 
دغه راز په زابل کې ۶۶، نیمزو ۳۵، فراه ۳۰، پکتیکا ۲۶، لوګر ۲۲، نورستان ۲۲، تخار ۱۷، سرپل ۹، اروزګان ۷، سمنګان ۴، بامیان ۳ او بدخشان کې ۲ محله بیا شمیرل کیږي.
 
دا په داسې حال کې ده،. چې له دوو ورځو راهیسې د ثبات او همپالنې ټیم د مخالفت له امله د رایو د بیا شمیرنې او څیړنې پروسه نه ده پیل شوې.
دیاد ټیم لخوا په یوه پریکړه کې چې تیره شپه تر ځانګړې ناستې وروسته نیول شوې راغلي، ددرغلیو څلور ډوله رای دوی ته د منلو وړ نه دي.
سرچینې زیاته کړې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تقلبي رایو څلورډولونه  په ډاګه کړي چې ‍۱۳۷ زره او ۶۳۰ مبهم او نا پیژندل شوې رای د درملوګ ماشین کې قرنطین شوي،  ۱۰۲ زره او ۱۲ رای او ټاکلې مودې مخکې اووروسته اچول شوې رای، ۷۰۰ بایومیټریک او د حافظې کارتونه یې چې ورک شوي، له عکس څخه عکس اخیستل او تکراری رای غیر معیاری پيزندل شوي دي چې باید داټول سره جلا شي.
خو ددولت ساز ټیم د رایو پر بیا شمیرنې ټینګار کوي او وایی چې ددرملوګ شرکت له ټاکلی وخت څخه مخکې او وروسته، تکراری عکسونه او د ماشومانو رای له سیسټم څخه ویستی دي او خپل راپور یې د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی دی او اړتیا نشته چې پروسه دې لپاره وځنډول شی.
دا په داسې حال کې ده، د ټاکنو کمیسیون اوس اوس اعلان کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو باوري رای یو میلیون ۸۴۳ زره او ۱۰۷ دی، او له ۸۴ زرو څخه زیاتې رای د تکراري عکسونو، له عکس څخه عکس اخیستل، او له ټاکلې نیټې څخه مخکې او وروسته اچول شوې غیر باوری پیژندل شوي دي.
د ولسمشرۍ ټاکنې چې د تلې په ۶مه، ترسره شوي، د ټاکنو د تقویم له مخې باید د تلې به ۲۷مه، یې لومړۍ پایلې اعلان شوي وای، خو دا اعلان د ځنډ ښکار شوي دي، اوس د ټاکنو کمیسیون ویلي چې لومړۍ پایلې د لړم په ۲۳مه، اعلانوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.