ټاکنیز خبرونه

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): په يو شمېر ولايتونو کې مېشت کوچيان او د هغوى استازي وايي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د رايې ورکولو پر مهال له ستونزو سره مخ وو.
په ولسي جرګه کې د کوچيانو وکيل حيدر جان  د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کوچيان له څو ډوله ستونزو سره مخ وو.
هغه زياته کړه، کوچيان په ژمي کې په يوه سيمه او اوړي کې بله سيمه کې وي؛ ځکه نن په يو شمېر سيمو کې د راىې له کارولو محروم شوي دي.
نوموړي وويل چې دوى خپلې تذکرې په يوه سيمه کې سټېکر کړي وو، خو اوس په نورو سيمو کې اوسېدل او له همدې امله له راىې ورکولو پاتې شول.

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): يو شمېر شنونکي او د ټاکنو پر پروسې د څار بنسټونه پر دې باور دي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه کمرنګه وه خو د ټاکنو مشروعيت ته کوم زيان نه پېښوي.
د افغانستان د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه نن (د تلې شپږمه) په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شوې چې د ملي يووالي حکومت د مشرانو په ګډون ١٣ کسانو ورته ځانونه نوماند کړي وو.
د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره شاوخوا ٩،٥ ميليونه کسانو د رايه ورکوونکو په توګه نومليکنه کړې چې له دې شمېرې ډېرو يې د رايې په پروسه کې ګډون کړى دى.

کندهار (پژواک، ۶ تله ۹۸): چارواکي وايي، وسله والو په کندهار کې د ټاکنو د پروسې د مختلولو هڅه کوله، خو مخنیوی یې وشو او ټاکنې ښې ترسره شوې.
 
دغه څرګندونې نن ماښام د ټاکنو د بهیر له پای ته رسېدا وروسته د کندهار والي حیات الله حیات په خبري غونډه کې وکړې، چې د ټاکنو کمېسیون رییس ایمل عبدالله، د شکایاتو کمېسیون رییس اشنا ګل بانډه وال، د امنیت امر جنرال اطرافي، د ملي امنیت رییس جنرال څمکني او د ملي اردو قوماندان ګډون کړی وو.
 
د کندهار والي حیات الله حیات وویل، وسله والو هڅه کوله چې د ټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخنیوی وکړ.
 

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو د رايې ورکولو د ننني بهير پر مهال د مخابراتي شبکو کم فعاليت او د انټرنېټ کمزورتيا په ځينو ولايتونو کې د دغه بهير پر چټکوالي، رسنيز کېدو او معلوماتو ترلاسه کولو منفي اغېز درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېره ورځ ويلي وو چې د وسله والو مخالفینو له خوا پر امنیتي ګواښونو او ننګونو سربېره هم د ټاکنو ترسره کېدو پر مهال به هېڅ مخابراتي شبکه خپل فعالیتونه بند نه کړي.

کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸): یو شمېر کسان چې پر پېژندپاڼو یې سټېکر هم لګېدلی وايي چې د رایې ورکونې مرکزونو ته د مراجعې پر مهال ورته مسوولینو ویل چې په سیستم او نوملړ کې یې نومونه نشته او رایه نه شي ورکولی.

د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکونې بهیر نن په ټول هېواد کې ترسره شو او خلکو د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.

د پژواک موندنې ښيي چې یو شمېر رایې ورکوونکي له بایومټریک ماشینونو د دوی د نومونو د لرې کېدو له امله له رایې ورکونې بې برخې شول.

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): په ځینو ولايتونو کې لارې د ټاکنو په ورځ نسبي بندې وې، خو د ولسمشرۍ ټاکنې يې زيانمنې نه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې نن په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې چې له يو شمېر ولايتونو د نا امنيو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو خبر ورکړى و چې په يو شمېر ولايتونو کې يې لويې او وړې لارې د ترافيکو او خلکو پرمخ تړلې وې.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن سهار په ټويټر کې ليکلي وو چې د پکتيکا په ټولو ولسواليو کې د تګ راتګ پر وړاندې لارې بندې شوې دي.

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۸): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا فیفا موندنې ښیي چې د رایې ورکونې ۹۸ سلنه مرکزونه نن پر ټاکلي وخت پرانیستي وو، امنیتي ځواکونه په ۹۹.۵ سلنه پرانیستو مرکزونو کې موجود وو او ۹۸.۸ سلنه کارمندانو پر ټاکلي وخت د رایې ورکونې په محلونو کې حضور درلود.
د ټاکنو بنسټ (تیفا) په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې، راغلي چې دغه بنسټ د ۵۲۰۰ خپلواکو، بېطرفه، مسلکي او روزل شوو ناظرینو په درلودو نن سهار شپږنیمې د هېواد د قوانینو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ په ۳۴ ولایتونو کې  د رایې ورکونې پروسې له مرکزونو خپله څارنه پیل کړه.

کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکولو بهیر چې نن سهار ۷:۰۰ بجې پیل شوی و، د مازدیګر ۵ بجې پای ته ورسېد.
لکه څنګه چې د ټاکنو کمېسیون مخکې ویلي وو چې د رایو ورکونې بهیر به له غرمې وروسته ۳ بجې پای ته رسېږي، خو وروسته دا موده د دوو ساعتونو لپاره وغځېده.
نن ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۴ کسانو سیالي وکړه.

کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تر اوسه یې د رایې ورکونې د ټولو ۴۹۴۲ مرکزونو له ډلې د ۹۰۱ مرکزونو د خلاصېدو په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید عصمت الله مل نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ټاکل شوې وه په ټول هېواد کې د رایې ورکونې ۴۹۴۱ مرکزونه خلاص شي خو تر اوسه یې د ۴۰۴۱ مرکزونو د پرانیستې معلومات ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون مخکې د رایې ورکونې د ۵۳۷۳ مرکزونو دخلاصېدو اعلان کړی و خو امنیتي مسوولینو ویلي وو چې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت ساتلی شي.

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): ټاکنو کمېسیون او د هېواد امنیتي ارګانونو په مرکز او ولایتونو کې په شفاف ډول د رایې ورکونې بهیر د دوام خبر ورکړی او یو ځل بیا یې په ټاکنیز بهیر کې د ملکي او نظامي کارکوونکو پر بېطرفۍ ټینګار کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون، ملي دفاع وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندویانو د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه ګډه خبري ناسته کې له رسنیو سره د رایې ورکونې د بهیر په اړه معلومات شریک کړل.

Pages

Subscribe to ټاکنیز خبرونه