کندهار (پژواک، ۶ تله ۹۸): چارواکي وايي، وسله والو په کندهار کې د ټاکنو د پروسې د مختلولو هڅه کوله، خو مخنیوی یې وشو او ټاکنې ښې ترسره شوې.
 
دغه څرګندونې نن ماښام د ټاکنو د بهیر له پای ته رسېدا وروسته د کندهار والي حیات الله حیات په خبري غونډه کې وکړې، چې د ټاکنو کمېسیون رییس ایمل عبدالله، د شکایاتو کمېسیون رییس اشنا ګل بانډه وال، د امنیت امر جنرال اطرافي، د ملي امنیت رییس جنرال څمکني او د ملي اردو قوماندان ګډون کړی وو.
 
د کندهار والي حیات الله حیات وویل، وسله والو هڅه کوله چې د ټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخنیوی وکړ.
 
هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو نن ورځ د ټاکنو په اوږدو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د وسله والو له ۴۵ ډېر پلانونه شنډ کړل چې په کې د ماینونو شنډول، د توغندیو توغولو مخنیوی او نور په کې شامل دي.
 
خو ده یواځې د یوې پېښې یادونه وکړه چې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په شاه جامع جومات کې وشوه.
 
دغلته د ټاکنو د پیل پر مهال د کلمې طیبې شا ته د اېښودل شوي ماین د چاودنې له امله ۱۵ تنه د کمېسیون کارکوونکي او ناظرین ټپيان شول.
 
د دې پېښې له امله په دغه مرکز کې څلور ساعتونه ټاکنې وځنډې دي، خو وروسته بېرته پیل شوې چې په لسګونو رایه ورکوونکو په کتارونو کې رایې ورکولو ته انتظار ویسته.
 
والي له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د ټاکنو امنیت یې په ښه توګه خوندي کړ، دغه راز له رسنیو یې د ښه خبري پوښښ له امله مننه وکړه او ولس یې هم وستایه چې په دې ملي پروسه کې یې ګډون وکړ.
 
په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ایمل عبدالله وویل، په ټول کندهار کې ټاکنې سهار ۷ بجې پيل او د مازدیګر په پنځو بجو پای ته ورسېدې.
 
ده خوښي وښودله چې دغه مسوولیت یې په ښه توګه تر سره کړی او ټولې خواوې راضي دي.
 
نوموړي دا هم وویل چې یوې خوا هم په ټاکنو کې د مداخلې هڅه و نه کړه.
 
ایمل د ګوتو په شمېر محلونو کې د مامورینو د ناوخته رسېدو او د ګوتو په شمېر د بایو مټریک الو د خرابوالي یادونه وکړه.
 
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې دا رد کړه چې ګواکې په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه وو، ده وویل چې په ډېرو ټاکنیزو مرکزونو کې د رایې ورکولو د محلونو شمېر زیات شوی و.
 
د امنیت امر جنرال اطرافي وویل، له ولس سره کړې ژمنه یې پوره کړه چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په اړه یې کړې وه.
 
ده هم وویل چې د وسله والو لسګونه پلانونه یې شنډ کړي دي.
 
د شکایاتو د کمېسیون رییس اشنا ګل بانډه وال وویل.، په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کې یې د شکایتو ثبتولو ناظرین ګومارلي وو او تر دې مهاله یې ۱۴ شکایتونه ثبت کړي چې نوعیت یې معلوم نه دی.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.