ټاکنیز خبرونه

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان ځنډول، د ټاکنو کمېسیونونو کمزورى مدیریت او سیاسي فشارونه بولي او له دغو کمېسیونونو غواړي چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډولو په اړه د مستندو دلایلو پر بنسټ ځوابونه ورکړي.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ پایلې د لړم په ۱۶ اعلانېدې.
خو تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې سرور ته د بایومټریک له ماشینونو څخه د معلوماتو د لېږلو د پروسې د ځنډ له امله یې د ټاکنو د لومړنيو پایلو اعلان وځنډاوه.

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د ولسمشرۍ نوماند ګلبدين حکمتيار وايي چې په لومړي پړاو ټاکنو کې هېڅ نوماند بريالى نه دى، بايد د دويم پړاو ټاکنو ترسره کېدو لپاره لنډمهال حکومت رامنځته شي.
دغه څرګندونې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تلې په ۲۸مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه وويل چې د ټاکنو په ورځ يو ميليون غير بايومټريک رايې کارول شوې او که چېرې دغه يو ميليون رايې ترې بېلې شي، پاتې رايې د ټاکنو مشروعيت نه شي تضمينولى، نو بايد دويم پړاو ټاکنې ترسره شي.

ګردېز(پژواک، ٢۵ تله ۹۸):د پژواک موندنې ښيي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال د پکتيا ولايت د امنو ولسواليو پرتله په نا امنو ولسواليو کې ډېرې رايې کارول شوي چې خلکو ته يې شکونه پيدا کړي دي.
د تلې مياشتې د شپږمې ڼېټې په ولسمشريزو ټاکنو کې د پکتيا په مرکز او ١٤ ولسواليو کې ټول ۱۹۴ ټاکنيز مرکزونه وو چې ۳۲ يې د امنيتي ګواښونو له امله تړلي پاتې شول.

کابل(پژواک، ۲۵ تله ۹۸): تر اوسه په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټاکنو له څارونکو د دوه تنو د وژل کېدو، د شلو د ټپی کېدو، د ۲۶ د نیول کېدو او بېرته خوشي کېدو او د لسګونو وهل کېدو او ګواښل کېدو خبر ورکړل شوی. 

 

کابل(پژواک، ۲٥ تله ۹۸): تر اوسه په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټاکنو له څارونکو د دوه تنو د وژل کېدو، د شلو د ټپی کېدو، د ۲۶ د نیول کېدو او بېرته خوشي کېدو او د لسګونو وهل کېدو او ګواښل کېدو خبر ورکړل شوی. 

 

ګردېز(پژواک، ٢۵ تله ۹۸):د پژواک موندنې ښيي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال د پکتيا ولايت د امنو ولسواليو پرتله په نا امنو ولسواليو کې ډېرې رايې کارول شوي چې خلکو ته يې شکونه پيدا کړي دي.

 

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړى استازى وايي، ټاکنیزو کمېسیونونو د هڅو په پایله کې د تېر په پرتله دا ځل ټاکنې ښې ترسره شوې دي.
له ارګه د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا پرون له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د ولسمشرۍ ټاکنو په بریالي ډول ترسره کېدو، د سولې پروسې او په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او ولسواکۍ په ملاتړ د اروپایي ټولنې پر رول بحث او خبرې وکړې.

کابل (پژواک، ٢٤ میزان ٩٨): مسئولان کمیسیون مستقل انتخابات می گویند که از اثر برخی مشکلات تخنیکی، نتایج ابتدایی انتخابات یک هفته پس از تاریخ تعیین شده اعلام می گردد.
انتخابات ریاست جمهوری، در ششم میزان برگزار شد و بر اساس تقویم نتایج ابتدایی، این انتخابات باید به ۲۷ میزان و نتایج نهایی آن به ۱۶ عقرب اعلام شود.
اما ذبیح الله سادات سرپرست دفتر سخنگوی کمیسیون انتخابات، امروز به آژانس خبری پژواک گفت که از سبب برخی مشکلات تخنیکی، نتایج ابتدایی انتخابات با زمان از قبل تعیین شده اعلام نمی شود.

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ولایتي دفترونو کې شکایاتو ته د رسېدنې وخت د پای ته رسېدو خبر ورکوي او وایي چې د ۷۷ رایو ورکولو د محلونو رایې باطلې شوې او د ۱۸۱۷ نورو د رایو ورکولو محلونو رایې باید دویم ځل وشمېرل شي.
د تلې د شپږمې ولسمشریزې ټاکنې د هېواد په کچه ۴۹۰۵ د رایو ورکونې فعال مرکزونه موجود وو او د رایو ورکونې هر مرکز د رایو څو محلونه درلودل. د رایو ورکونې په هر محل کې ۴۰۰ کسانو کولای شوای خپلې رایې ورکړي.

کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله وايي چې هېواد يې د افغان ټاکنو د کره او رڼو پايلو ملاتړ کوي.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې مېرمن اليس وېلز کابل ته د سفر پر مهال د ټاکنيزو کمېسيونو له مشرانو سره تر ليدنو وروسته په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي.
هغې له ټاکنيزو کمېسيونو څخه د خپل ملاتړ ترڅنګ د هغوى د کارونو ستاينه هم کړې ده.
وېلز ويلي : (( ددغو کمېسيونونو له غړو سره د ليدنو پر مهال مې هغوى ته  د رڼو او باوري ټاکنو په برخه کې د خپل  دوامداره ملاتړ ډاد ورکړ.))

Pages

Subscribe to ټاکنیز خبرونه