کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): د ثبات او همپالنې ټېم وايي، څلور ډوله تقلبي رایې چې د رایو غټ شمېر جوړوي، په هېڅ شرط د دوی د منلو وړ نه دي او له بیاشمېرنې مخکې باید تصفیه شي.
دغه مطلب د ثبات او همپالنې ټېم له خوا د فوق العاده ناستې په هغې پرېکړه کې راغلی چې تېره شپه د سیاسي رهبرانو او ملي شخصیتونو په حضور کې د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه.
د دغه پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، څلو ډوله تقلبي رایو ته چې په کې په قرنطین برخه کې مبهمې او ناپېژندل شوې۱۳۷۶۴۰،  له ټاکنیز وخته بهر ۱۰۲۰۱۲ رایې او د ورکو شوو ماشینونو او میموريکارتونو، له انځور څخه انځور او تکراري انځورونو شاوخوا ۷۰۰ رایو ته رسېدنه کوي.
دغه ټېم زیاته کړې: «نوموړي ټاکنیز ټېم په هماغه ډول چې هر ځل یې په خپل قاطع عزم د خلکو د پاکو رایو د دفاع لپاره اعلان کړی او په دې اړه یې د افغانستان له خلکو سره ژمنه کړې، یو ځل به بیا خپله ژمنه تازه کړې او په دې وسیله به د محاسبې له بهیره د وروستیو رایو ايستلو په موخه به رهبرۍ شورا کې خپل کلک عزم وښیي.
د پرېکړه لیک په دوام کې راغلي چې په بې پرې ډول د قانون او طرزالعمل تطبیقول، په لومړي قدم کې له ټولو رایو د تقلبي رایو تصفیه او د محلونو او رایې ورکونې مرکزونو په تفکیک سره د بایومټریک ماشینونو پر اساس د معتبرو رایو د ارقامو ښودل د ټاکنو خپلواک کمېسیون له اصلي دندو دي او هغه باید جدی ونیسي.
د ثبات او همپالنې ټېم د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي چې د رایو له بیاشمېرنې مخکې د بې طرفۍ اصل ته په کتو، په یادو څلورو مواردو کې له پاکو رایو د تقلبي رایو د تصفیې په اړه، د رایو د امانت دارۍ او خلکو د ارادې په توګه له قانون، طرزالعمل او لوایحو سره سم اقدام وکړي.
دغه ټاکنیز ټېم په ټینګار ویلي چې د ثبات او همپالنې ټېم به د درغلۍ، پر درغلیو د سترګو پټولو، په هېڅ صورت او تر هېڅ ډول شرایطو لاندې ارام کښې نه ني او د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه یې غوښتي څو چې هر څو ژر د مکتوب په بڼه د دوی قانوني غوښتنو ته منونکی ځواب ووایي.
دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې ده چې دوه ورځې مخکې د ثبات او همپالنې ټېم د څارنې برخې مسوول نور رحمان اخلاقي په کابل کې په یوه ناسته کې وویل چې لا هم له ۳۰۰زره باطلو رایو څخه چې له ډلې یې تر ۱۳۷زره ډېرې معلق شوې(قرنطین) او تر ۱۰۲زره ډېرې له ټاکنیز وخته بهر د وتلو رايو، په اړه باید پرېکړه وشي.
نوموړي نن پژواک ته وویل چې د درغلیو په اړه وړاندې شوي ارقام یې د ټاکنو له کمېسیونه ترلاسه کړي دي.
هغه دې ته په اشاره چې د ټاکنو کېسیون په دې وروستیو ورځو کې په خپلو پرېکړو کې له ستونزې سره مخ دی، وویل چې کمېسیون باید د تقلبي، له ټاکنیز وخته بهر، له انځور څخه د انځور او تکراري انځورونو رایو په اړه معلومات ورکړي.
خو دولت جوړوونکي ټېم د رایو پر بیا شمېرنه ټینګار وکړ او وایي چې درملوګ شرکت له ټاکنیر وخته بهر، تکراري او د کم عمره انځورونو رایې له سیستمه ایستلې او د هغه راپور یې له کمېسیون سره هم شریک کړی، نور اړتیا نشته چې بهیر د هغه له امله وځنډول شي.
د دولت جوړوونکي ټېم له ناظرینو یوه کس عبدالقادر هوتخېیل د ثبات او هپالنې پر تېم نیوکه وکړه او ویې ویل، ، بدبختانه چې تل له یوې خوا فشار راوړل کېږي او ملي بهیر درول کېږي.
هغه څرګندده کړه: «وقت ضایع شوی دی؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسون نه دی توانېدلی چې له داخلي طرزالعمل سره سم خپل کار پر مخ بوځي.»
پژواک خبري اژانس د موضوع د وضاحت په موخه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره پرله پسې اړیکې درلودې خو هغوی په دې اړه له نظر څرکندولو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تازه اعلان وکړ چې رایې په ولسمشرۍ ټاکنو کې یو ميلیون، ۸۴۳زره او ۱۰۷ رایې معتبرې دي او له ۸۶زره ډېرې رایې د تکراري انځورونو، له انځور څخه د انځور او د سهار له اوو بجو مخکې او ماښام له پنځو بجور وروسته د استعمال له امله معتبرې نه دي پېژندل شوې.
ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنیز مهالوېش له مخې لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ پایلې د لړم په ۱۶مه اعلانېدې؛ خو له بایومټریک ماشینونو څخه سرور ته د معلوماتو د انتقال د ځنډ له امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډېدې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیونو د لړم په پنځمه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاګنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلانوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.