کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافاتو له امله نن د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پیل نه شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله نن د ټاکنو کمېسیون په انګړ کې رسنیو ته وویل چې د رایو د بیاشمېرنې بهیر باید وروسته له هغه پیل شي چې له ټاکنیز وخته مخکې د ۱۰۲زره ډېرو او د ۱۳۷زرو ځنډول شوو رایو برخلیک معلوم شي.
هغه د قانون له مخې د رایو د بیاشمېرنې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «څو چې د مرکز او ولایتونو په کچه د رایو د بیاشمېرنې عمومي او فرعي پلانونه د کمېسیون له خوا ترتیب او ونه منل شي، همدا راز محلونه ترتیب او تفکیک نه شي، د ستونزو ترڅنګ د رایو د بیا شمېرنې پیل به ستونزې راپید کړي.»
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي وویل ټاکل شوې وه د رایو تفتیش او بیا شمېرنه نن په رسمي ډول پیل شي؛ خو د کمېشنرانو ترمنځ د اختلافاتو او ثبات او همپالنې ټېم د مخالفت له امله نن پیل نه شوه.
د ثبات او همپالنې د تېم استازي سمېع الله صمیم، ددې په یادولو چې تقلبي، بې بایو مټریکه او له وخته پرته رایې دوی ته د منلو وړ ندی، وویل چې لومړی باید له ټاکنیز وخته مخکې د ۱۰۲ زره ډېرو، د ۱۳۷ زرو ځنډول شوو او ۷۰ زره رایو بیاځلي انځورونو سونوشت معلوم شي.
نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له غړو وغوښتل چې دغه بهیر په بې طرفانه ډول پرمخ یوسي او له قانون سره سم لایحه او د پرېکړې طرزالعمل جوړ کړي.
خو د ثبات او همپالنې ټېم یوه ناظر عبدالقادر هوتخېل وویل چې د درملوګ شرکت له ټاکنیز وخته خارج رایې، کم عمره او تکراري انځورونه له سیستم نه ايستلي او د هغه راپور یې له کمېسیون سره شریک کړی دی.
هوتخېل د رایو د بیاشمېرنې په اړه د مولانا عبدالله له نیوکې سره مخالفت وښود او ویې ویل چې کمېشنران باید منطقي خبرې وکړې او ملي پروسه له ستونزې سره مخ نه کړي.
همداراز نوموړي د ثبات او همپالنې پر ټېم نیوکه وکړه او ویې ویل، بدبختانه چې تل له یوې خوا فشار راوړل کېږي او ملي بهیر درول کېږي.
هغه څرګنده کړه: «وخت ضایع شوی دی؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسون نه دی توانېدلی له داخلي طرزالعمل سره سم خپل کار پر مخ بوځي.»
خو د ټاکنو کمېسیون مسوولينو په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.
ټاکل شوې وه نن د رایو بیاشمېرنه رسماُ پیل شي خو د عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزو ټېیمونو د مخالفت له امله دغه بهیر وځنډول شو.
دغو ټاکنیزو ټېمونو د ټاکنو کمېسیون ته د یوې لیکنې په استولو سره د ۱۳۷زره قرنطین شوو رایو د باطلېدو غوښتنه کړې ده.
یو سند چې پژواک ترلاسه کړی، ښیي چې د هېود په ۲۳ ولایتونو کې ۲۱۰۰ محلونه بیا شمېرنې ته اړتیا لري.
د دغه سند پر اساس، د بیا شمېرنې لپاره ډېر ټاکل شوي محلونه د لسو ولایتونو اړوند وو چې ۳۷۲ په بغلان، ۳۱۷ په هلمند، ۲۰۷ په غور، ۱۸۹ په کندهار، ۱۸۶ په ننګرهار، ۱۷۹ په خوست، ۱۲۳ په کاپیسا، ۱۰۴ په کندوز او ۷۳ محلونه په پکتیا ولایت کې موجود دي.
همدارنګه ۶۶ په زابل، ۴۴ په پروان، ۳۵ په نیمروز، ۳۰ په فراه. ۲۶ په پکتیکا، ۲۲ په لوګر، ۲۲ په نورستان، ۱۷ په تخار، ۹ په سرپل، ۷ په اروزګان، ۴ په سمنګان، ۳ په بامیان او ۲ محلونه به په بدخشان ولایت کې ودیم ځلي وشمېرل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، تازه اعلان وکړ چې رایې په ولسمشرۍ ټاکنو کې یو ميلیون  او ۸۴۳ زره او ۱۰۷ رایې معتبرې دي او له ۸۶ زره ډېرې رایې د تکراري انځورونو، له انځور څخه د انځور او د سهار له اوو بجو مخکې او ماښام له پنځو بجور وروسته د استعمال له امله معتبرې ندي پېژندل شوې.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنیز مهالوېش له مخې لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ پایلې د لړم په ۱۶مه اعلانېدې؛ خو له بایومټریک ماشینونو څخه سرور ته د معلوماتو د انتقال د ځنډ له امله، د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډېدې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیونو د لړم په پنځمه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاګنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلانوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.