کندوز ښار (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨): د پژواک موندنې ښيي چې د کندوز ټاکنو کمېسيون ته څېرمه وژل شوى کس د ثبات او همپالنې ډلې ناظر نه، بلکې تنکى ځوان دى چې په هېڅ يوې ټاکنيزې ډلې پورې يې تړاو نه درلود.
د ټاکنو کمېسيون له لوري پرون يو ځل بيا ٢٨ ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنه پيل شوه چې دغه پروسه د کندوز په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې له غبرګون او مخالفت سره مخ شوه.
د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس نورالدين فطرت پرون پژواک ته وويل چې د ثبات او همپالنې ډلې پلويان د دوى دفتر ته ننوتي، ميزونه او څوکۍ يې ماتې کړي او د دوى کارکوونکي يې ډبولي دي.
وروسته په رسنيو کې هم داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې د کندوز د ټاکنو کمېسيون مخ ته پوليس پر لاريون کوونکو اوبه شيندي او هم هوايي ډزې کوي.
پرون مازيګر مهال د ثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله ديوې خبري غونډې پرمهال وويل، په کندوز کې پوليسو د ده پر پلويانو ډزې کړي چې له امله يې د ده يو تن ناظر وژل شوى دى.
هغه زياته کړه:"په داسې حال چې له ترهګرۍ سره جګړه روانه ده، څرنګه امنيتي ځواکونو ته دستور ورکول کېږي چې پر عامو خلکو ډزې وکړي، هرڅوک چې دغه دستور ورکوي، پايلې به يې د هغه پر غاړه وي."
د نوموړي په وينا، ځانګړو ځواکونو ته د اعتراض کوونکو د ځپلو امر شوى او زياتوي: "امنيتي ځواکونه د امنيت د تامين او له ترهګرۍ سره د مبازرې لپاره رامنځته شوي دي، د ټاکنو په پروسه کې د امنيتي ځواکونو دخيل کول او له دوى څخه هر ډول سياسي ګټه پورته کول له اساسي قانون سره په ټکر کې دى او ملي خيانت دى."
دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون د يوې اعلاميي په خپرولو سره ياده پېښه غندلې او ويلي يې دي چې له پوليسو څخه سياسي ګټه پورته شوې، په کندوز او نورو ولايتونو کې يې د رايو د بيا شمېرنې پر معترضينو ډزې کړې دي.
په اعلاميه کې د کرزي له قوله ويل شوي چې له امنيتي ځواکونو بايد سياسي ګټه پورته نه شي او نه بايد د بيان ازادي پرې وګواښل شي.
د ادعا رد:
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي بيا وويل چې پوليسو په کندوز کې پر اعتراض کوونکو ډزې نه دي کړي او نه هم څوک وژل شوي دي.
ټېره ورځ د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت هغه خبرونه په کلکه ردوي، چې ګواکې امنیتي ځواکونو په کندز ښار کې پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي.
په اعلاميه کې راغلي:" ماسپښین شاوخوا ۰۳:۱۵ طالبانو او د افغانستان د خپلواکۍ او دیموکراسۍ دښمنانو په کندوز ښار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر دفتر هاوان ګولۍ توغولې چې په ترڅ کې يې یو ملکي شهید شوی او د ملي امنیت د یوه منسوب په ګډون څلور ملکیان ټپیان شوي دي. "
بل لورته په کندوز کې يو شمېر امنيتي سرچينو پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د کندوز د ټاکنو پر کمېسيون د هاوان توغندي توغولي چې له امله يې يوتن وژل شوى او ځينې نور ټپيان شوي دي.
د يادې موضوع د روښانولو په موخه د پژواک خبريال سيمې ته ورغلى او په دې اړه يې له بېلابېلو اړخونو سره خبرې کړې دي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال رشيد بشير پژواک ته وويل چې پرون پوليسو پر اعتراض کوونکو ډزې نه دي کړي.
خو دى وايي چې طالبانو تېره ورځ د ټاکنو کمېسيون پر لوري اووه د هاوان مرمۍ توغولي چې له امله يې يو ملکي کس وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: " د هېڅ محترم نوماند کوم پلوى پرون نه دلته وژل شوى او نه هم ټپي شوى دى، يواځې ملکي خلکو ته د طالبانو په هاوانونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده."
د کندوز د ټاکنو کمېسيون دفتر په يوه ګڼ مېشته سيمه رييس اباد کې دى چې شاوخوا ته يې د استوګنې کورونه دي او دغه کمېسيون له امنيې قوماندانۍ څخه شاوخوا يو کيلومتر واټن لري.
د همدې سيمې يوه اوسېدونکي محمد نعيم پژواک ته وويل چې تېره ورځ د دوى کورته څېرمه د هاوان يوه مرمۍ لګېدلې چې له امله يې د دوى د ګاونډي مناف زوى خالد په کې وژل شوى او پنځه تنه نور په کې ټپيان شوي دي.
هغه وايي: " زموږ کور د ټاکنو کمېسيون ته لنډ دى، د ټاکنو پر کمېسيون يې د هاوان توغندي توغولي، خو د هاوان مرمۍ زموږ کورته نږدې لګېدلې، ١٥ کلن خالد په کې وژل شوى او پنځه کسان نور ټپيان شوي دي."
نوموړي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: " نه خالد او نه يې کورنۍ په هېڅ ټاکنيزې ډلې پورې نه دي تړلي او نه خالد پرون لاريون کې برخه درلوده پر کوڅه د هاوان مرمۍ ولګېده او هغه په کې وژل شوى دى."
د همدې سيمې يو بل اوسېدونکي اکمل رحماني پژواک ته وويل چې تېره ورځ د دوى په کوڅه کې د هاوان مرمۍ لګېدلې چې يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه وايي:"د همدې هاوان د لاسه  ١٥  کلن خالد و وژل شو، نن يې جنازه ده، زما غوښتنه دا ده چې بايد نور دولتي ادارې د خلکو له کورونو څخه په لرې ځايونو کې جوړې کړي."
د ١٥ کلن وژل شوي خالد پلار مناف يواځې دومره پژواک ته وويل چې د خپل زوى په جنازه کې بوخت دى او خبرې نه شي کولاى.
بل لورته د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان فضلي پژواک ته وويل چې تېره ورځ ټاکنو کمېسيون ته څېرمه د هاوان مرمۍ لګېدلې دي چې له امله يې يو جسد او دوه ټپيان روغتون ته انتقال شوي وو.
هغه وايي: " له پرون راهيسې تر اوسه داسې کوم کس موږ ته نه دى راوړل شوى چې په مرمۍ لګېدلى وي زخمي او يا هم وژل شوى وي."
د حقیقت موندنې پایله
پژواک خبري اژانس د ټاکنو او نوماندانو په اړه خپرې شوې ګنګوسې او خبرونه څېړي او خلکو ته ښيي چې دا ډول خبرونه او اوازې د «سم، یو څه سم، نیمه سم، یو څه ناسم، او ناسم» له کټګوریو په کومه کې راځي.
د پژواک خبري اژانس د څېړنې ډله د یادو سرچینو څرګندونو ته په پام وایي، هغه څرګندونې ګواکې چې د ثبات او همپالنې ډلې يو ناظر په کندوز کې د پوليسو پر ډزو وژل شوى، ناسم دی.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.