کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيران د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د ژر اعلان او د ټولو اړخونو له خوا يې د منلو غوښتنه کړې ده.
دغه څرګندونې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو کمېسيون مشرې فيډريکا موګيريني پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د دې اتحاديې د بهرنيو شورا له غونډې وروسته په يوه خبري غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د اروپايي اتحاديې اړوند هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو هم ګډون کړی و.
هغې زياته کړه چې په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان حالاتو او د تېرو ولسمشرۍ  ټاکنو پر وروستيو حالاتو خبرې وکړې او دوى ټول د افغان ولسمشرۍ ټاکنو لومړنيو پايلو ته منتظر دي.
موګيني وايي چې دا اتحاديه د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوي او هيله يې څرګنده کړه  چې ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو، امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پيل شي.
هغې زياته کړه: ((موږ له پيله د سولې پروسې ملاتړ کړى او چمتو يوچې تر تړون وروسته وروسته په دې برخه کې همکارۍ وکړو.))
خو د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو مشرې وويل  چې د سولې په دې پروسه کې د بشري حقوقو او ښځو حقوقو ته بايد درناوى وشي او دا دهر افغان هيله هم د ه.
موګيني د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، تېرې ټاکنې دافغانستان په تاريخ کې تر ټولو ښې ټاکنې وې، خو ځينې تېروتنې او ستونزې يې هم درلودلې چې له امله يې پايلې ځنډېدلې دي.
هغې زياته کړه: ((موږ پر دې هم بحث وکړو، چې د افغان ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پايلې چې اعلان شي، افغان سياسيون بايد مسوولانه چلند سره دا پايلې ومني ، خو که پايلې ونه منل شي، نو يوه ګډوډي به رامنځته شي.))
د نوموړې په وينا، د پايلو نه منلو په صورت کې چې کومه ګډوډي رامنځته کېږي، ګټه يې هغو خلکو ته رسېږي چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ پر پروسې پانګونه نه کوي او يو قانوني حکومت کمزورى کوي.
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو مشره وايي، دوى په افغانستان کې کومه پټه اېجنډا نه لري ، يواځې د افغانستان سولې، امنيت، ثبات او د افغانانو له حقونو سره لېوالتيا لري.
د هغې په وينا، څو مياشتې مخکې يې د افغان سولې لپاره پنځه ماده ييز پلان ورکړى چې اوس هم د عمل وړ او د افغانانو پر مېز پروت دى.
خو موګيريني وايي چې سوله بايد پراخ بنسټه او ټول شموله وي، چې په کې د ټولنو، لږکيو، ښځو، ځوانانو ، ماشومانو او ټولو افغانانو حقوق خوندي وي.
دې هيله څرګنده کړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې ژر اعلان او د ټولو لخوا ومنل شي څو د يوه قانوني حکومت لخوا دسولې پروسه مخ يوړل شي.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې چې د تلې په ٦مه ترسره شوي، ټاکل شوې وه چې لومړۍ پايلې يې د تلې په ٢٧مه اعلان شي خو د ځينو ستونزو له امله د لړم ٢٣مه ته ځنډېدلې دي.
خو اوس د کمېسيون په ټول هېواد کې د اتو زرو محلونو د رايو د بياشمېرنې او څېړنو لړۍ پيل کړې چې ممکن لومړنۍ پايلې د څو نورو اوونيو لپاره هم وځنډول شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.