کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۸): د مشرانو جرګې غړي پر محمدي اخلاقو سنبالتيا د ستونزو د حل لار بولي، وايي د ټاکنو پايلې بايد پر خپل وخت اعلان شي؛ ځکه چې د سولې خبرو لپاره بايد منتخب او پياوړی حکومت شتون ولري.
د مشرانو جرګې غړو نن د بشریت د ستر ناجي حضرت محمد (ص) د مبارک مولود په مناسبت یو بل او دغه راز ټولو افغانانو او مسلمانانو ته مبارکي وویله او پر محمدي اخلاقو سنبالتیا یې له ستونزو د نجات لار وبلله.
د مشرانو جرګې غړې صديقې بلخي وویل: "ټول افغانان بايد پر نبوي اخلاقو ځانونه سمبال او د هغه مبارک (ص) پر نقش قدم کېږدي."
هغې له افغانانو وغوښتل چې له خپلو زړونو نفاق، تبعيض او کدورت لرې کړي او په هېواد کې ملي يووالي ته کار وکړي.
همداراز نوموړې له رسنيو په ځانګړي ډول له ټلوېزيونونو وغوښتل چې تل په تېره د مولود شریف په ورځو کې د نبي کريم (ص) سيرت او اخلاقو په اړه بېلابېلې برنامې جوړې کړي څو نور يې واوري او عمل پرې وکړي.
په مشرانو جرګه کې د هندوانو او سیکانو استازې انارکلي هنريار هم د اسلام د معظم پیغمبر (ص) د مولود په مناسبت ټولو ته مبارکي ورکړه.
هغې د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه وغوښتل چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې پر خپل وخت اعلان کړي.
ټاکل شوې د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې د لړم په ۲۳مه او وروستۍ پايلۍ يې د لېندۍ په ۱۶مه اعلان شي.
د هنریار په وینا، د سولې خبرې د ټاکنو له اعلان سره تړاو لري، اړيڼه ده چې د ټاکنو پايلې پر خپل وخت اعلان شي څو د سولې خبرې د يو منتخب او پياوړي حکومت له خوا پر مخ يووړل شي.
د مشرانو جرګې بل غړي لطف الله بابا هم  د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه وغوښتل چې د ټاکنو پایلې پر خپل وخت اعلان کړي؛ ځکه چې له امله یې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهه میاشتنۍ خبرې تر نهو پړاوونو وروسته د امریکا د ولسمشر له خوا ودرول شوې، خو په دې وروستیو کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد بیا په دې تړاو ځینو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.
ګدغه راز ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په چین کې د افغانستان د حکومت د استازو، د طالبانو استازو او ځینو افغان سیاسیونو په ګډون ناسته جوړه شي.
لطف الله بابا وویل: "جګړه له موږ هره ورځ قرباني اخلي او هره ورځ لسګونه بېګناه انسانان وژل کېږي، دغې لړۍ ته بايد د پای ټکی کېښودل شي؛ د سولې خبرې هغه وخت ښې او مثبتې پايلې لرلای شي چې طالبان او يو منتخت او پياوړي حکومت پر ميز کېني او شته ستونزو ته حل لار ولټوي."
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د مولود شریف مبارکۍ وویله او ویې ویل چې هر مسلمان بايد په نبوي اخلاقو ځان سنبال کړي.
ده له افغانانو يې وغوښتل چې په يو زړه او ملي روحيه خپل هېواد او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
هغه هم د ټاکنو له کمېسيونه غوښتنه وکړه چې د ټاکنو پايلې پر خپل وخت اعلان کړي.
دی زياتوي: "څومره چې د ټاکنو پايلې ځنډېږي، په هماغه کچه د افغانانو ترمنځ نفاق او بدبختۍ ډېرېږي؛ همدا راز د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان هم بايد هغه پايلې چې د ټاکنو کمېسيون يې اعلانوي، ومني او له تشنج څخه کار وانه خلي."
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ نوماندان عبدالله عبدالله نن وویل چې د رایو بیا شمېرنه دې ودرول شي؛ ځکه چې دغه چاره مشروعیت نه لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.