خوست (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکو له ولسي جرګې غوښتنه وکړ، چې د کابينې لپاره نوماند وزيرانو ته د رايې په ورکړه کې له دقت څخه کار واخلي.
د شيخ زايد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي فارغ منورخان له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د ولسي جرګې پر غړو غږ وکړ، چې له فشار پرته نوماند وزيرانو ته د بارو رايه ورکړي.
ده اندېښنه څرګنده کړه، ښايي ځينې ګاونډوي هېوادونه په ولسي جرګه کې نفوذ ولري او پلويان يې هغه وزير ته رايه ورکړي، چې په افغانستان کې يې ګټې خوندي کوي.
14/06/2014
02/07/2013
ویډیویی خبرونه
Currently there are no video news of Khost.To see other videos