Add new comment

President urged to help resolve Khost problems

خوست ښار (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٣): د خوست يو شمېر فرهنګيانو، ديني عالمانو او قومي مشرانو له ولسمشر اشرف غني غوښتي چې له دغه ولايت سره پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي.

دوی دغه څرګندونې د مرغومي په ١٦مه د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې چې لسګونو کسانو په کې ګډون کړی و.

د" قلم يارانو" په نوم د يوې فرهنګي ټولنې مشر انجنير محمدعارف راهي غونډې ته وويل چې ولسمشر اشرف غني د ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې د دغه ولايت له خلکو سره په ځينو مهمو برخو کې ژمنې کړې وې.

نوموړي د غونډې په استازيتوب له ولسمشر غني وغوښتل، د هغو اړتياوو په برخه کې چې د خوست د خلکو بنسټيزې غوښتنې بلل کېږي، خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه زياته کړه: ((د خوست- غلام خان عملي ترانزيټ، د شيخ زايد پوهنتون پراختيا، نړيوال هوايي ډګر، د خوست ګردېز د لويې لارې سمه جوړونه، وارداتي برېښنا او په ځينو برخو کې پر خپلو ژمنو وفا وکړي.))

د دغه ولايت يوه مدني فعال رحمت الله سروري وويل، خلکو اشرف غني ته د دې لپاره رايه ورکړه چې هغه ته يې د هېواد د ستونزو په هواري کې ډېره ستره هيله وه.

نوموړي وويل، ولسمشر ته په کار ده هغه پروګرامونه چې د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال يې خلکو ته بيانول، عملي او پر نوي حکومت د خلکو باور زيات کړي.

سروري زياته کړه: ((موږ ته دې په افغانستان کې داسې يوه اداره جوړه کړي چې پر بنسټ يې زموږ راتلونکي نسلونه له ستونزو او ډار څخه په امن وي.))

د سياسي چارو کارپوه عزيزالله ځلاند وويل چې د نوي حکومت اوسني حالت ته په کتو سره نه يوازې په هېواد کې د ستونزو د هواري لار موندل شوې، بلکې ستونزې لاپسې زياتېږي.

هغه په هېواد کې د سرپرستانو ستونزې ته په اشارې سره وويل چې که کابينه ژر جوړه نه شي فکر کوي چې نه يواځې به ملي ستونزې هوارې نه شي، بلکې حکومت به له نورو جدي ننګونو سره مخ شي.

ژورنالېست فيض الله غمخور بيا غوښتنه وکړه چې د نوي حکومت په تشکيل کې پر اداري فساد ککړو کسانو ته برخه ورنه کړي او پر ځای دې نور وړ کسان پر دندو وګوماري.

د قلم يارانو د فرهنګي ټولنې له لوري په دې رابلل شوې غونډه کې يو شمېر نورو کسانو هم له ولسمشر او اجرائيه رييس څخه په کلکه وغوښتل چې د حکومت پوره مشروعيت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

د دې فرهنګي ټولنې او د مدني ټولنې ځيني غړي له ولسمشره داسې مهال يادې غوښتنې کوي، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دواړو دورو کې ولسمشر اشرف غني له دغه ولايت څخه د نورو نوماندانو په پرتله تر ټولو زياته رايه اخيستې وه.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.