In Khost, polling and dance go together

خوست(پژواک٢٤غبرګولى٩٣):دخوست ځوانان وايي،د ټاکنوکمېسيون بايد د پاکو رايو درناوى وکړي. دا ځوانان د ډولونو په بدرګه د ښار  د رايو مرکزونو ته د راىې ورکول لپاره ورغلي وو.

په دې ولايت کې د رايې ورکولو لړۍ نن سهار اوه بجې پيل شوه او د ولايتي چارواکو په وينا، په ټاکنو کې د خوستوالو ونډه ډېره ده.
د خوست ښار د "متون" سيمې اوسېدونکي عيدګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد د ابادۍ په هيله يې رايه ورکړه او تمه لري، چې رايې ته يې درناوى وشي.
ده وويل: (( موږ تمه لرو، چې دا ځل د تېر په څېر درغلي ونه شي او که کېږي هم نو زموږ پاکې رايې دې په کې خوندې پاتې شي.))
ددې ولايت يو بل اوسېدونکي محمدزمان پژواک ته وويل، ځکه خوشحاله دى، چې په لومړي ځل په افغانستان کې له يوه لسمشره بل ته په سوله ييزه توګه واک انتقالېږي.
ده وويل: (( موږ خو د چاودنو او بريدونو پروا ونه کړه راغلو او رايه مو ورکړه؛ خو دې رايو ته بايد احترام وشي.))
اخوا د خوست والي عبدالجبار نعيمي نن سهار اوه بجې د دې ولايت د کار او ټولنېزو چارو  رياست د ماشومانو په روزنتون کې د رايې مرکز ته ولاړ او خپله رايه يې وکاروله.
والي وويل، چې تراوسه د دې ولايت ټول  د رايې مرکزونه پرانيستي دي او هيڅ امنيتي ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.
نعيمي وويل، د معلوماتو له مخې يې د تېر په پرتله په لرو پرتو ولسواليو کې په ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره ده.
هغه زياته کړه، امنيتي ادارې په همغږۍ سره خپلې دندې پر مخ وړي.
په خوست ولايت کې د رايې ورکولو١٨٦مرکزونه شته، چې د امنيتي چارواکو په وينا، ټول يې د رايې ورکوونکو پر مخ پرانيستي دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.