Trust vote: MPs urged to protect national interest

خوست (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکو له ولسي جرګې غوښتنه وکړ، چې د کابينې لپاره نوماند وزيرانو ته د رايې په ورکړه کې له دقت څخه کار واخلي.
د شيخ زايد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي فارغ منورخان له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د ولسي جرګې پر غړو غږ وکړ، چې له فشار پرته نوماند وزيرانو ته د بارو رايه ورکړي.
ده اندېښنه څرګنده کړه، ښايي ځينې ګاونډوي هېوادونه په ولسي جرګه کې نفوذ ولري او پلويان يې هغه وزير ته  رايه ورکړي، چې په افغانستان کې يې ګټې خوندي کوي.
نوموړي: ((ولسي جرګه بايد د نوماند وزير شاليد او اړيکې وڅېړي. ممکن په دې نوماند وزيرانو کې داسې کسان هم وي، چې د ګاونډيو هېوادونو ګټو ته لومړيتوب ورکړي.))
د خوست ښار اوسېدونکي عيدګل تريزوال پژواک ته وويل په اعلان شوې کابينه کې دې د ولسي جرګې غړي د خپلو شخصي ګټو پر ځاى ملي ګټو ته پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه:((نوماندو وزيرانو تر معرفۍ مخکې خپل کمپايونونه پيل کړي، کېدای شي ځينې وزيران د رايې پرسر معامله وکړي. دوی بايد خپل مسووليت په ښه  ډول ترسره کړي.))
د دې ولايت د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکی حليم مندوزی بيا د نوې کابينې زياتره نوماند وزيران د زده کړو او مسلک له پلوه په تول پوره بولي، خو وايي، چې تجربه هم ډېره اړينه ده.
حليم مندوزى وايي: ((که نوماند وزير تجربه ونه لري او وزير شي، ښه به نه وي. موږ اهل کار او تجربه لرونکې کابينې ته اړتيا لرو.))
د خوست ښار اوسېدونکي عبدالوکيل له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ملي يوالي پر حکومت سخته نېوکه وکړه، چې د کابينې نوماند وزيران يې د قوم او سمت له مخې اعلان کړي دي.
هغه زياته کړه: ((اوس پرېکړه د ولسي جرګې د غړو په لاس کې ده، چې د قوم او سمت پربنسټ وزيرانو ته رايه ورکوي او که د مسلک او تجربې پربنسټ.))
عبدالوکيل له نوماند وزيرانو هم وغوښتل، چې د باور رايې تر اخيستو وروسته د کار پرمهال د خپل هېواد خلکو ته ژمن پاتې شي او د شخصي ګټو پرځای ملي ګټې غوره وبولي.
د يادونې ده، چې ولسمشر اشرف غني، پرون د ولسي جرګې د مشرانو کمېټې او اداري پلاوي له غړو سره په ناسته کې ويلي، چې د نوې کابينې نوماند وزيران به د راتلونکې سې شنبې (د مرغومي ٣٠ مه) ملي شورا ته ور وپېژني.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.