Governor claims resolving many disputes

 
خوست ښار (پژواک ٢٦ لېندۍ ٩١): د خوست والي وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې يې ګڼې هغه قومي شخړې او منازعې هوارې کړې، چې ډېرې اوږدې مخينې يې درلودې او مرګ ژوبلې هم په کې رامنځ ته شوې وې.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې يې په دغه ولايت کې لسګونه هغه قومي شخړې هوارې کړې، چې کلونه پرې وتلي وو او په ترڅ کې بې شمېره کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
نوموړي زياته کړه، دغه شخړې، چې لويې او کوچنۍ يې ټولې ٣٠ کېږي، د غرونو، دښتو، ځنګلونو او کرنيزو ځمکو د ملکيتونو پر سر وې، چې اوس ټولې هوارې شوې دي.
د هغه په وينا، د قومي شخړو د هوارۍ لپاره يې د ولايت مقام په مشرۍ د يو شمېر دولتي ادارو، مدني ټولنې فعالينو او قومي مشرانو يو ګډ کمېسيون جوړ کړی دى.
د والي په خبره، ډېرى شخړې د دغه کمېسيون پر هلوځلو هوارې شوې او که کوم چا د ياد کمېسيون له پرېکړې سرغړونه کړې، بيا په ځينو وختونو کې له قانوني زور څخه هم کار اخيستل شوی دی.
نوموړي يو شمېر شخړې او دښمنۍ د بېلګې په توګه يادې کړې، چې په وروستيو کې هوارې شوې او خلک يې په خپل منځ کې په سوله کې ژوند کوي.
نعيمي وويل: ((د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د مقبلو قوم ـ قلندر ولسوالۍ د منګلو قوم ترمنځ شخړه، د ګربزو ولسوالۍ د نصرالدين ـ بوريخېلو د قومونو ترمنځ شخړه، د شمل ـ ګربزو د قومونو او حيدرخېل ـ ورزې لېونخېلو د قومونو ترمنځ شخړې، چې له اتياوو کلونو يې زيات دوام کړی و، هوارې شوې دي.))
د ده په خبره، د بېلګې په توګه د مقبلو او منګلو ترمنځ شخړې اتيا کلنه مخينه درلوده، چې ترمنځ يې ډېر ځله وسلوالې نښتې شوې دي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو اوس دغه شخړه هواره شوې ده.
ده زياته کړه، په هغو سيمو کې چې قومي شخړې او منازعې شته وي، امنيتي ستونزې هم په کې وي، خو له کله يې چې قومي شخړې هوارې شوې، امنيت يې هم ښه شوى، په يادو سيمو کې د بيارغونې پروژې پلې شوې او د دولت حاکميت په کې ټينګ شوی دی.
د هغه په وينا، قومي شخړو د خوست نوم ته زيان اړولی و، په ملي کچه يې بدنامه کړی و او ډېر شمېر ځوانان له همدې امله له زده کړو بې برخې وو.
والي وايي، چې په خوست کې د دولت لپاره لويه ستونزه، له قومونو سره د ډېرو درنو او سپکو وسلو شتون و، چې په قومي شخړو کې به ترې کار اخيستل کېده او يو بل ته يې پراخ زيانونه رسول، خو اوس يې ترې دغه وسلې ټولې راټولې کړې او د ډاياګ پروګرام ته يې سپارلې دي.
د هغه په وينا، دوی د دې ترڅنګ هغه قومي اربکي، چې د قومي شخړو له امله به يې يو او بل ته په غرونو کې مورچې نيولې وې، غير قانوني اعلان کړل او اوس چا ته اجازه نه ورکوي، چې د قومي اربکيو په نوم د يو او بل پر وړاندې وسله وکاروي.
نعيمي وايي: ((د خوست د خلکو لپاره د وياړ ځای دی، چې په خپلو کې سره کېناستل او خپلمنځي شخړو ته يې د پای ټکی کېښود.))
نوموړی زياتوي، هغه شخړې چې تر اوسه نه دې هوارې شوې، ياد کمېسيون يې د هوارۍ لپاره ګړندۍ هڅې پيل کړې او تمه ده، چې ډېر ژر هوارې شي.                                                                   
د قومي شخړو د هوارۍ په اړه د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغه کار ترسره کولو ډېره ښه پايله ورکړې ده.
د خوست د باک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محب الله مستعان پژواک اژانس ته وويل، په کوم ځای کې چې د قومونو ترمنځ شخړه هواره شوې، دولتي حاکميت ټينګ شوی، د بيارغونې کارونه پيل شوي، ځوانان زده کړو ته اوزګار شوي، د خلکو ترمنځ مينه پيدا شوې او تر ډېره بريده يې امنيت ښه شوی دی.
د هغه په وينا، که د خوست ځايي اداره غواړي، چې دغو شخړو ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي، نو په هغو سيمو کې چې د ملکيتونو پر سر په کې شخړې شته، امنيتي پوستې دې جوړې او ځواکونه دې په کې ځای پر ځای کړي.
د خوست قومي مشران هم تاييدوي، چې په خوست کې ډېرې هغه قومي شخړې، چې د غرونو، دښتو، ځنګلونو او کرنيزو ځمکو د ملکيتونو پر سر د سيمې د خلکو تر منځ رامنځ ته شوې وې، ډېرى يې هوارې شوې دي.
د منګلو د قلندر ولسوالۍ يوه قومي مشر ګلاب منګل پژواک اژانس ته وويل، چې په خوست کې د قومونو تر منځ ډېرې شخړې وې او اوس هم يو څه شته، خو ډېرې يې په دې وروستيو کې هوارې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، له کله نه چې په خوست کې د قومي شخړو د هوارولو موضوع راپورته شوې، ډېری ځوانان، د دې پر ځای، چې وسله واخلي، اوس په امن کې ژوند کوي او په ډېره ښه توګه سره خپل ورځني کارونه پر مخ وړي.