خوست ښار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د خوست د ولايتي شورا يوه ښځينه غړې، د هغې د زده کړو د اسنادو د نيمګړتيا تر تثبيت وروسته له شورا لرې او پر ځای يې يوه بله کانديده ور وپېژندل شوه.
د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر عبدالرحمن محبت د ليندۍ په لومړۍ نېټه، د دويمې غړې د پېژندنې په مراسمو کې وويل چې د ولايتي شورا دغه غړې حجاڼۍ حکمينه د دوولسم ټولګي د فراغت قانوني اسناد نه لري.
نوموړى وايي چې د دې غړې د زده کړو اسناد د ټاکنو د مرکزي دفتر د يوه ټاکل شوي پلاوي له لوري په دقيق ډول څېړل شوي چې په پايله کې يې جعلي ثابت شوي دي.