د روان کال تر وروستيو به د خوست- ګردېز لارې جوړولو چارې بشپړې شي

ګردېز (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٤): د پکتيا سيمه ييز چارواکي وايي چې د خوست_ ګردېز د لويې لارې د رغونې چارې به د روان کال تر پايه بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
د خوست- ګردېز لويه لاره نږدې ۱۰۵ کيلومتره اوږدوالی لري چې اووه کاله وړاندې يې د رغونې چارې پيل شوې خو د ځينو ستونزو له امله يې څو ځلې چارې په ټپه درېدلې وې.
د پکتيا د فوايد عامې مشر انجنير عبدالله دراني د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سړک ٨٨ کيلومتره رغول شوې، يواځې ١٧ کيلومتره يې پاتې ده.
 ياد سړک قير او اساسي رغول کېږي.
درانى وايي، د دغه سړک جوړولو چارې پخوا له يوې هندي کمپنۍ سره وې خو په دې وروستيو کې يوې افغاني کمپنۍ ته سپارل شوې دي.
درانى وايي، د پکتيا د ولايتي ادارې، ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو له خوا وخت پر وخت د دغه سړک د چارو څارنه کېږي تر څو په ښه کيفيت ورغول شي.
د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري پژواک ته وويل: ((موږ هم څو څو ځلې د دغه سړک جوړونې کمپنۍ له مشرانو سره ليدلي او د کار په اړه مو وضاحت ترې غوښتى دى.))
دی وايي، د يادې کمپنۍ له خوا ډاډ راکړل شوی چې په څو مياشتو کې به د دغه سړک د رغونې چارې بشپړې شي او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
قادري وايي، موږ د دغه سړک د چارو د ارزونې لپاره يو ډله هم ګومارلې چې وخت پر وخت ليدنه وکړي او هغه ستونزې چې د کار په برخه کې پيدا کېږي، د هغو په حل کې هم ورسره همکاري کوو.
د خوست- ګردېز لويه لاره نه يواځې دا چې د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتيا رامنځ ته کوي، بلکې د اقتصادي لوري هم د اهميت وړ دى.
دغه سړک د خوست او ګردېز ولايتونو تر څنګ افغانستان د غلام خان بندر په سيمه کې له ګاونډي هېواد پاکستان سره هم نښلوي چې د توکو په لېږد را لېږد کې له افغان سوداګرو سره ډېره مرسته کوي.
د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس ډاکټر نصير عالم يار وويل چې دغه لار د پاکستان کراچۍ بندر ته له سپين بولدک او تورخم له لارو ٣٦٠ کيلومتره افغانستان ته نږدې ده چې له مخې به يې افغان سوداګر ډېر ژر وکولاى شي خپل سوداګريز توکي هېواد ته  انتقال کړي.
هغه زياته کړه: ((د دې لارې بله ښيګڼه دا ده چې په جوړېډو سره يې امنيتي ستونزې کمېږي، پخوا به د لارې د خرابوالي له امله بار وړونکو موټرو په لار کې شپه کوله خو اوس د سړک په جوړېدو سره ګردېز او کابل ته ځان رسولی شي او له نا امنيو به هم په امان وي.))
د پکتيا د فوايد عامې رياست د چارواکي وايي چې د ياد سړک مالي لګښټ د امريکا د پرمختيايي ادارې له لوري ورکول کېږي او د ټوليز لګښت په اړه يې معلومات نه لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.