Add new comment

Steps being taken to bolster Khost security: Police chief

خوست (پژواک ٣١ غويى ٩٤): د خوست امنيه قوماندان وايي، هڅه کوي چې په دې ولايت کې له نورو امنيتي ارګانونو سره يو ځای د ورانکارو فعاليتونو په مخنيوي او د امنيت په ټينګښت کې ګډ لازم کار ته دوام ورکړي.
د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت، دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې، چې د خوست د ولايتي شورا له لوري هغه ته د امنيت په برخه کې د ښو کړنو د ترسره کولو په خاطر د ستاينليک د ورکړې لپاره جوړه شوې وه.
نوموړي په دې ولايت کې د ټولو امنيتي ارګانونو په استازيتوب غونډې ته وويل، چې د امنيتي چارو د ښه تنظيم لپاره به ګډه کار کوي او هڅه يې دا ده، چې اوسنی نسبي امنيت نور هم ډاډمن شي.
ده زياته کړه: ((زموږ ټول ځواکونه په ښار، ولسواليو او کليو بانډو کې د امنيت ټينګښت ته ژمن دي او دغه راز د سرحدونو ساتنه، زموږ وظيفوي مسووليت دی، چې په ښه ډول به يې ترسره کړو)).
هغه دغه راز له خلکو هم وغوښتل، چې له امنيتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، ځکه د خلکو له مرستې پرته د ناامنيو مخنيوی ستونزمن دی.
غيرت وايي: ((اوسنی نسبي امنيت له امنيتي ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ پايله ده؛ که خلک همکاري ونه کړي، سوله او ثبات نه شي ډاډمن کېدلی؛ موږ له خلکو د پوره همکارۍ هيله لرو.))
د خوست امنيه قوماندان د خوست د ولايتي شورا له لوري، هغه ته د ستاينليک له ورکړې څخه د مننې ترڅنګ له دې شورا وغوښتل، چې د خلکو او دولت ترمنځ د واټن په له منځه وړو کې خپل مسووليت ادا کړي.
د خوست د ولايتي شورا رييس اميرالله زړه سواند يادې غونډې ته په خبرو کې د افغانستان د زياتره ولايتونو په پرتله په دې ولايت کې امنيتي حالت تر ډېره بريده ښه وباله.
نوموړي وويل، په ۱۳۹۳ کال کې د ناامنۍ ډېرې کمې پېښې په خوست کې شوې وې او هيله يې څرګنده کړه، چې امنيتي ځواکونه د امنيت په ټينګښټ کې خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.
د خوست د ولايتي شورا ځينو نورو غړو او يو شمېر قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې په خپلو سيمو کې د ورانکارو فعاليتونو د مخنيوي او د امنيت په ډاډمن کېدو کې به له حکومت سره همکاري زياته کړي.
د دې ولايت يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک اژانس ته وويل، که څه هم په ټوليز ډول امنيتي حالت ښه دی، خو کله ناکله بمي چاودنې د خلکو په زړونو کې وېره پيدا کوي.
هغه له امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول له پوليسو وغوښتل، هڅه دې وکړي چې د ناامنيو د نورو پېښو ترڅنګ د مقناطيسي ماينونو د چاودنو مخنيوی هم وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.