"خوست ته دې پر کارپوه والي راولېږل شي"

خوست ښار (پژواک، ٢٧ غويى ٩٤): د خوست د ولايتي شورا ځينو غړو، يو شمېر مدني فعالانو او ديني عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د دغه ولايت د سالم مديريت لپاره پر کار پوه والي ور ولېږي.
دوی دا غوښتنه د غويي په ٢٧مه په يوه خبري کنفرانس کې وکړه.
د خوست د ولايتي شورا منشي جانمير ځاځي ياد خبري کنفرانس ته په خبرو کې وغوښتل چې د خوست د اوسني حالت د ښه کېدو لپاره دې مرکزي حکومت کوټلي ګامونه واخلي.
هغه دغه راز غوښتنه وکړه، د هغو کمېسيونونو د څېړنو پايله دې اعلان شي چې څه موده مخکې د والي عبدالجبار نعيمي پر ضد د اعتراضونو او د ځانمرګي بريد د څېړلو لپاره خوست ته رالېږل شوي وو.
ديني عالم مفتي حبيب الرحمن خوستي وويل، کابو دوه مياشتې کېږي، چې خوست ولايت بې سرپرسته او ټول اداري کارونه په ټپه ولاړل دي، چې دغه حالت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي پر مرکزي دولت په ځانګړي ډول پر ولسمشر نيوکه وکړه چې خوست يې له پامه غورځولی او تر اوسه هيڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.
خوستي زياته کړه: ((مرکزي حکومت بايد خوست ته بشپړه پاملرنه وکړي، هم په اداري لحاظ او هم د اوسنيو ستونزو د هواري په اړه.دولت بايد نور د خوست پر حقوقو سترګې پټې نه کړي)).
د ياد خبري کنفرانس بل ګډونوال او د هېوادپال ځواک بنسټ مشر صاحب ګل فرهاد وويل چې د خوست ولسونه به ترهغې په کراره کېنني، څو چې د خوست اداره له اداري فساد څخه پاکه نه شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په ترڅ کې د وژل شوو او ټپيانو پر سر معامله وکړي.
فرهاد وويل: ((زموږ مبارزه به تر هغې روانه وي، چې اداري فساد له منځه لاړ شي. دا سپېڅلې مبارزه ده او هيڅوک بايد په سپکه سترګه ورته ونه ګوري.))
ديني عالم مولوي محمد داودد وقفي ياد خبري کنفرانس ته وويل، د خوست د ولسونو هغه هيلې چې د ملي يووالي له حکومته يې لرلې، هېڅ ځواب نه دی ورته ويلی شوی.
نوموړي زياته کړه ، دوی د وروستي ځل لپاره له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتنه کوي، چې د دې ولايت د خلکو قربانيو ته درناوی وکړي او خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
مولوي وقفي زياته کړه: ((ولسمشر بايد داسې والي خوست ته را ونه لېږي، چې هغه يواځې په پنځه کسانو ولايت وکړي، ځکه نور د خوست خلک زغم نه لري.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.