د خوست خلک: وروستۍ نا امنۍ په حکومت کې دننه د اختلافاتو له امله دي

خوست ښار (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): په خوست کې ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو په هېواد په تېره پلازمېنه کابل کې وروستي ترهګريز بريدونه وغندل او هغه يې د افغانستان د دښمنانو کار وباله.
د ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو دغه ګډه غونډه چې د زمري په يوويشتمه په هېوادپال ځواک ټولنيز بنسټ کې جوړه شوې وه، هېواد کې وروستي ترهګريز بريدونه چې له امله يې لسګونه تنه مړه او په سلګونو نور ټپيان شول وغندل.
د هېوادپال ځواک ټولنيز بنست مشر صاحب ګل فرهاد په هېواد په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې د وروستيو ترهګريزو بريدونو د ترسره کيدو اصلي لامل د ملي يووالي په حکومت کې د قدرت پر سر راپورته شوي اختلافات وښودل.
صاحب ګل فرهاد د ملي يووالي د حکومت پر مشرانو غږ وکړ چې خپلمنځي اختلافات يوې خوا ته کړي، له خارجي او داخلي فرصتونو څخه په استفادې په هېواد کې روانو امنيتي او اقتصادي ستونزو او مشکلاتو ته د حل لار پيدا کړي.
هغه زياته کړه: ((د ملي يووالي پر حکومت غږ کوو، چې خپل منځي ستونزې دې زر تر زره له منځه يوسي د حل لار دې پيدا کړي چې ننني جنګونه، جګړې او ترهګريز بريدونه ودرېږي او افغانان نور ارام ژوند وکړي.))
ديني عالم مولوي محمد داوود وقفي د يادې غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې وويل چې د اسلام مقدس دين هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې په ناحقه دې څوک ووژني.
هغه په هېواد کې روانه جګړه چې له امله يې هره ورځ لسګونه انسانان وژل کېږي او ټپيان کېږي، د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل وباله او عاملين يې د اسلام مقدس دين ته په سپکاوي تورن کړل.
مولوي داوود وقفي ددې ټولو ستونزو اصلي لامل د ملي يوالي په حکومت کې د ژورو اختلافاتو شتون او د دولت په چارو کې له يو بل سره نه همغږي ياده کړه او له هغوی يې غوښتنه وکړه، که چېرې د اوسني حالت د کابو کولو توان په ځان کې نه ويني، نو خپلې دندې دې پرېږدي.
ده زياته کړه ((که چېرې دوی په رښتيا سره په ولس باندې زړه سوی، که چېرې دوی ځانته په رښتيا افغانان وايي، نو بيا نن دوی ډېر په عزت کې استفی ورکړې وا.))
د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي د ديني عالمانو او قومي مشرانو دغې غونډې ته بيا په خپلو خبرو کې وويل، چې ددې ټولو ترهګريزو بريدونو ترشاه د بهرنيو استخباراتي کړيو لاس دی او وروستي بريدونه هم د هغوی په اشاره شوي دي.
نوموړي وويل، که چېرې افغانان قومي او ژبني مسايل شا ته وغورځوي، سره يو موټي شي او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې بهتره وبولي، له دې ټولو ستونزو څخه به خلاصون پيدا کړي.
دى وايي: ((اتفاق، اتحاد، ورورولي، د يو او بل زغملو، د يو او بل پښو ته د تېږو اېښودول ته اړتيا ده، نه دا چې د يو او بل پښو نه تېږې وباسو، يو او بل وژنو، راځئ په ګډه خپل هېواد اباد کړو.))
د غونډې ګډونوالو د يوه پريکړه ليک په خپرولو سره يو ځل بيا د کابل په شاه شهيد، د پوليسو په اکاډمۍ، د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر او د هېوداو په نورو سيمو کې وروستي ترهګريز بريدونه چې لسګونه تنه په کې مړه او ټپيان شول په سختو ټکو سره وغندلې او ددې پېښو يوازېنۍ لامل يې د ملي يوالي په حکومت کې دقدرت پرسر راپورته شوي اختلافات وښودل.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.