Add new comment

Hundreds rally in Khost against new e-ID cards

خوست ښار (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): په خوست ښار کې سلګونو خلکو د لاريون په ترڅ کې له دولته وغوښتل چې په برېښنايي تذکرو کې د" اسلام" او"افغان" کلمو د ليکلو په اړه جدي ګام پورته کړي.
په برېښنايي تذکرو کې د يادو کلمو د نه ليکلو پر وړاند د افغانانو د غبرګونو په لړ کې د خوست په دغه لاريون کې د ولايتي شورا او مدني بنسټونو په ګډون نږدې زرو کسانو برخه اخيستې وه.
لاريونوالو په خپلو شعارونو او خبرو کې په برېښنايي تذکرو کې د "اسلام" او"افغان"  کلمو نه ليکل، د ځينو کړيو له لوري د افغانستان د قومونو تر منځ د نفاق اچولو ستره دسيسه وبلله.
دوی د ملي يووالي له حکومته په ټينګار سره وغوښتل چې په هېواد کې د يوه بل لوی ناورين د رامنځته کېدو او د افغانانو د وينو د تويېدو مخنيوی وکړي.
د لاريون يوه ګډونوال عبدالمجيد له پژواک اژانس سره په خبرو کې پر ولسمشر محمداشرف غني غږ وکړ چې د هغو کورنيو او بهرنيو استخباراتي کړيو د فعاليت مخه ونيسي چې د افغانانو تر منځ نفاق ته لمن وهي.
هغه زياته کړه: ”دا د بهرنيانو دسيسه ده. اسلام زموږ دين دی او افغانيت مو هويت دی. موږ له دولت څخه جدي غوښتنه کوو، هغه څوک چې د دغو کلمو مخنيوی کوي، خلکو ته دې نومونه اعلان کړي.‟
په خوست کې د هېوادپال ځواک مدني بنسټ مشر صاحب ګل فرهاد له پژواک اژنس سره په خبرو کې  په برېښنايي تذکرو کې د "اسلام" او"افغان"  کلمو ته ځای نه ورکول، د اساسي قانون خلاف عمل وباله.
هغه د لاريون کوونکو په استازيتوب ګواښ وکړ چې که په برېښنايي تذکرو کې د يادو کلمو د ليکلو په اړه له سره غور ونه شي او د دوی غوښتنه ونه منل شي، د وېش پر وړاندې به يې ستر خنډونه رامنځته کړي.
فرهاد وويل: ”که په تذکرو کې د " اسلام "او" افغان"  کلمې ونه ليکل شي، نه يوازې وابه يې نخلو، بلکې د وېش مرکزونو ته بې اور واچوو. اسلام مو دين او افغانستان مو وطن دی. دا دواړه مو په سرښندنه ګټلي دي.‟
د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي د پرېکړه ليک په لوستلو سره له دولت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د بهرنيانو د لاسوهنې مخنيوی وکړي.
هغه زياته: ”که دولت غواړي، چې افغانستان يو موټی او ولسونه يې متحد پاتې شي، نو د دغه تاريخي وياړ ساتنه او درناوی دې وکړي او د پرديو لاسونه دې وپرې کړي.‟
تر دې مخکې هم د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې مدني بنسټونو، ولايتي شوراګانو او عامو خلکو د لاريونونو پر مهال له "اسلام" او"افغان"  کلمو پرته د تذکرو له وېش سره مخالفت ښودلی دی.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.