د بې کارۍ له امله د خوست ځوانان پر نشې روږدي شوي

خوست ښار ( پژواک، ٣ غبرګولى ٩٤) :د خوست د نشه يي توکو پرضد د مبارزې رييس وايي، چې د دې توکو پرضد په مبارزه کې يې پرمختګ کړی، خو د ولايتي شورا غړي او ځينې نور خلک يې په پراخ ډول د استعمال او قاچاق خبره کوي.
ددې ولايت د نشه يي توکو پرضد د مبارزې رييس ميرناګل تڼيوال د غبرګولي په ٣مه، يوه خبري کنفرانس ته وويل، چې په تېرو ۸ کلونو کې په دې ولايت کې د نشه يي توکو قاچاق، استعمال او توليد د مخنيوي په برخه کې زيات پرمختګ شوی دی.
هغه زياته کړه ، چې د شاوخوا ۳۷ زره په نشه د روږدو کسانو له ډلې څخه يې د څه باندې ۷ زره معتادينو درملنه کړې او اوس هم په خوست کې په ياده برخه کې دوه روغتونونه فعال دي.
که څه هم نوموړي د نشه يي توکو قاچاق او استعمال رد نه کړ ، خو ويې ويل چې د نشه يي توکو کرکيله صفر شوې او دغه راز د نشه يي توکو د توليد او پروسس مخه يې په بشپړه توګه نيولې.
تڼيوال زياته کړه:((له ټولو امنيتي ارګانونو مې غوښتنه داده، چې د نشه يي توکو د قاچاق او د خرڅلاو د مخنيوي په اړه خپل مسووليت ترسره کړي.))
بله خوا د خوست د ولايتي شورا منشي جانميرځاځي په ياد خبري کنفرانس کې په ښکاره ډول خبريالانو ته وويل، چې په دې ولايت کې د نشه يي توکو قاچاق، خرڅلاو او استعمال تر وروستي بريده رسېدلي.
هغه يې عمده لامل د ځوانانو بې روزګاري په ګوته کړه او ويې ويل، که چېرې دولت ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، ښايي په نشه د روږدو کسانو د شمېر کچه راټيټه شي.
نوموړي زياته کړه : ((دلته د نشه يي موادو قاچاق په ټيټه کچه پرته له خنډه ښه په مخ روان دی او استعمال يې په کليو، بانډو او ولسواليو کې ورځ په ورځ زياتېږي. زياتره يې چرس او الکولي مشروبات دي.))
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت هم مني، چې په دې ولايت کې د نشه يي توکو قاچاق، خرڅلاو او استعمال شته، خو د مخنيوي په اړه يې د جدي اقداماتو خبر ورکوي.
هغه وويل،پوليس په دې هڅه کې دي  چې قاچاق کوونکي ونيسي، نشه يي توکي يې ضبط او د استعمال مخه يې ډب کړي.
غيرت زياته کړه:((موږ له ټولو خلکو غوښتنه کوو، هرچېرې چې د نشه يي موادو د قاچاق په اړه معلومات ولري، له موږ سره دې شريک کړي، چې په خپل وخت يې د مخنيوي لپاره اقدام وکړو.))
د خوست ولايت يوتن اوسېدونکي احمدشاه پژواک اژانس سره په خبرو کې له پوليسو وغوښتل، چې د نشه يي  توکو قاچاق کوونکي او پلورونکي ونيسي او ورته لازمه سزا ورکړي.
احمد شاه زياته کړه، چې پر ځوانانو سربېره يې ځينې ماشومان هم ليدلي چې په نشه روږدي شوي ، خو که پوليس يې د خرڅلاو مخه ونيسي، ممکن دا حالت يو څه ښه شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.