Add new comment

د خوست مشران: ملېشه جوړونه او د وسلو وېش د سولې پر وړاندې د خنډ لپاره دي

خوست ښار (پژواک، ٦ زمرى ٩٤): د خوست ديني عالمانو او قومي مشرانو د هېواد په شمالي ولايتونو کې په ناقانونه ډول پر خلکو د وسلو د وېش له امله په دغه هېواد کې د يوه بل بحران پر رامنځته کېدو اندېښنه څرګنده کړه.
دوی د سولې له روانې پروسې د ملاتړ په غونډه کې وويل، ځينې کړۍ غواړي چې د خپلو ګټو په خاطر د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د روانو خبرو اترو په مخ کې خنډونه جوړ کړي.
ديني عالمانو او قومي مشرانو، چې مدني ټولنو او د ولايتي شورا ځينو غړو يې ملاتړ کاوه، نن په يوه غونډه کې له ولسمشر څخه غوښتل، چې د سولې د ټينګښت لپاره له هرې ممکنې لارې څخه کار واخلي.
د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي چې يادې غونډې ته يې خبرې کولې، وويل، ځينې کړۍ ويرېږي چې که جنګ پای ته ورسېږي، هغه خيانتونه، چې دوی کړي دي، هرومرو به يې حساب ورکوي.
هغه په دې برخه کې د ولسمشر پر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم او د جرائيه رياست پر دويم مرستيال حاجي محقق تور ولګاوه چې د ملزشو په جوړولو سره د سولې د راتلو مخنيوی کوي.
ده زياته کړه: ((موږ پر ولسمشر دا غږ کوو، چې جنرال دوستم دې په ارګ کې در ايسار کړه او محقق دې په اجرائيه رياست کې. يوې خوا ته د سولې خبرې پرمخ بيايې او بلې خوا ته د طالب پرضد مليشې جوړوې)).
عبدالوالي واحدزي دغه راز وويل: ((د خدای لپاره دا مليشې د افغانستان په ګټه نه دي، دا د هېواد، ملت، سولې او ثبات پرضد دي. له دې مليشو جوړولو څخه لاس واخلئ)).
د خوست يوه ديني عالم مولوي رحيم الله غونډې ته په خبرو کې په جنګ کې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ښه نيت له مخې دې د روغې جوړې لپاره له هر ډول شرطونو پرته اوربند اعلان کړي.
نوموړي دغه راز له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې پروسه ګړندۍ او له طالبانو سره په دويم پړاو مخامخ خبرو کې هغو کسانو ته برخه وکړي، چې د ټولو افغانانو استازيتوب وکولای شي.
همدارنګه هغه وويل: ((طالبانو سره چې کله مخامخ خبرې وشي، بيا يوې هوکړې ته رسېږو او پر دې هم پوهېږو، چې اسلام څه ته وايي، جهاد څه ته وايي او دوی جهاد له چا سره روا ګڼي.))
يو بل ديني عالم مولوي حضرت خان وويل چې که دولت په رښتني ډول په هېواد کې د سولې راوستل غواړي، له طالبانو سره له خبرو وروسته په دويم ګام کې دې د اداري فساد جدي مبارزه وکړي.
هغه زياته کړه: ((اداري فساد ډېر ناوړه عمل دی، دا سولې ته ډېر زيان رسوي، ځکه زموږ ملت چې څومره کړېږي، عمده لامل يې همدا اداري فساد دی.))
قومي مشر حيدرګل منګل پر افغان دولت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په اړه په روانو خبرو کې له وړو، وړو مسايلو تېر شي او پر لويو ملي مسئلو هوکړې ته د رسېدو هڅه دې وکړي.
هغه زياته کړه چې له دغه بهير څخه کلک ملاتړ کوي او په دې پروسه کې له منځګړو هېوادونو غواړي څو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره پوره هلې ځلې وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.