د خوست ولايتي شورا يو وکيله د دې شورا له غړيتوبه و ايستل شوه

خوست ښار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د خوست د ولايتي شورا يوه ښځينه غړې، د هغې د زده کړو د اسنادو د نيمګړتيا تر تثبيت وروسته له شورا لرې او پر ځای يې يوه بله کانديده ور وپېژندل شوه.
د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر عبدالرحمن محبت د ليندۍ په لومړۍ نېټه، د دويمې غړې د پېژندنې په مراسمو کې وويل چې د ولايتي شورا دغه غړې حجاڼۍ حکمينه د دوولسم ټولګي د فراغت قانوني اسناد نه لري.
نوموړى وايي چې د دې غړې د زده کړو اسناد د ټاکنو د مرکزي دفتر د يوه ټاکل شوي پلاوي له لوري په دقيق ډول څېړل شوي چې په پايله کې يې جعلي ثابت شوي دي.
محبت زياته کړه چې د حجاڼۍ حکمينې پر ځای يوه بله کانديده نعت بي بي چې په ټاکنو کې يې د نورو پاتې شوو ښځينه کانديدانو په پرتله رايې زياتې وې، ولايتي شورا ته ور وپېژندل شوه.
نعت بي بي د ولايتي شورا په تېرو دوو دورو کې هم د يادې شورا غړې وه، خو د درېيمې دورې په ټاکنو کې يې شورا ته د ورتلو رايې پوره نه شوې کړای.
همدارنګه حجاڼۍ حکمينه هم د ولايتي شورا په تېرو دوو دورو کې د خوست د ولايتي شورا غړې پاتې شوې، خو هغه مهال شورا ته د کانديدا لپاره د زده کړو کوم معيار نه و ټاکل شوی.
د افغانستان د ټاکنو په قانون کې د تعديل له مخې هر هغه څوک چې د ولايتي شورا لپاره کانديدېږي، لږ تر لږه بايد تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې وي.
د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي يادې غونډې ته په خبرو کې د ولايتي شورا په تېرو دوو دورو کې د حکمينې فعاليتونه او د ښځو د حقونو په برخه کې مبارزه وستايل.
واحدزي دې شورا ته له نوې ورپېژندل شوې غړې نعت بي بي څخه وغوښتل چې د خلکو په ځانګړي ډول ښځينه وو ته د حقونو د ورکړې په برخه کې هلې ځلې ونه سپموي.
بل لور ته د خوست له ولايتي شورا لرې شوې غړې حکمينې پژواک اژانس ته وويل چې د دې د زده کړو په اسنادو کې هېڅ ستونزه نشته، خو د دسيسې ښکار شوه.
هغې زياته کړه چې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې يې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د پېښور د نجونو په ملالۍ لېسه کې کړې دي.
حکمينې وويل چې په دې مسئله کې ورسره ظلم شوی او ټينګار يې وکړ چې له هرې ممکنه لارې به د خپل حق غوښتنه وکړي.
د خوست ولايتي شورا ١٥ غړي لري چې درې يې ښځې دي. 

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.