For vote sake, man hides daughter demise

 
خوست (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): محمد جوازخان وايي، چې حکومت او د ټاکنو کمېسيون بايد د خلکو پاکو رايو ته احترام وکړي.
جوازخان د خوست هغه اوسېدونکى دى چې د ټاکنو په ورځ يې د خپلې لور جنازه د دې لپاره ځنډولې وه څو خلک د رايو ورکولو له بهيره پاتې نه شي.
جواز خان د خوست د تڼيو د غرنۍ ولسوالۍ د "ورژلې" د سرحدي سيمې اوسېدونکی دی.
د نوموړي د مېړانې کيسه د دويم پړاو له ټاکنو يوه ورځ مخکې له هغې غونډې پيلېږي، چې يوه مخور قومي مشر عبدالغفار په مشرۍ په ورژله کې جوړه شوې وه.
په ياده غونډه کې د ټولو ګډونوالو په سلا مشوره پرېکړه شوې وه چې سبا (د جوزا په ۲۴ مه) به په ټاکنو کې د ده په ګډون ټول کليوال ضرور ګډون کوي.
جوازخان وايي، له دې غونډې وروسته ماخوستن مهال مو له کورنۍ سره بحث وکړ، چې بايد د سولې او امنيت لپاره رايه ورکړو.
هغه زياته کړه، تر بحث وروسته مو د کورنۍ ټول غړي پر دې سلا شول چې سبا ته به په ټاکنو کې برخه اخلو او يوه غوره کانديد ته به رايه ورکوو.
هغه زياته کړه، د شپې دوولس بجې وې چې د هغه اته کلنې لور (دريم ګله)، کانګې شروع کړې او په نس ناستې اخته شوه، د کلي ډاکټر ته يې يووړه، يو څه دوا يې ورکړه بېرته يې کورته يې راوړه.
جواز خان وويل: ((د شپې دوه بجې وې، د (دريم ګلې) مور او د کورنۍ غړو چيغې کړې، چې دريم ګله مړه شوه، د دې خبرې په اورېدو مې سر وڅرخېده، پښې مې سستې شوې، خو ځان مې راټينګ کړ او ورغلم.))
هغه زياته کړه، د دريم ګلې زنه يې د رخت په سپينه ټوټه وتړله، په يوه کټ کې يې سم ځای ورته جوړ کړ او په ډېر ارام سره يې په کې څملوله.
هغه وويل، سبا ته د ټاکنو ورځ وه، له يوې خوا يې له قومي مشر عبدالغفار او نورو خلکو سره ژمنه کړې وه، چې د کورنۍ ټول غړي به يې په ټاکنو کې برخه اخلي او له بلې خوا يې بايد سهار مهال د لور د تکفين او تدفين مراسم ترسره شوي وای.
د ده په خبره، خپل همت يې له لاسه ورنه کړ، زړه يې را ټينګ کړ، د (دريم ګلې) مور او د کورنۍ نور ښځينه غړې يې په تسليت ورکولو سره بالاخره دې ته اړ کړل، چې ونه ژاړي څو خلک خبر نه شي.
نوموړي وويل: ((تر مشورې وروسته دې پرېکړې ته ورسېدو، چې تر هغو به د چم ګاونډيان او خپلوان نه خبرو، تر څو چې د ټاکنو بهير پای ته ورسېږي.))
جواز خان د مرکې پر مهال زياتوله، چې د ده کورنۍ تر سهاره د خپلې نازنينې لور د مړينې په غم کې شپه په ويښه تېره کړه، خو ګاونډيان او نور خپلوان يې نه پوهېدل، چې په کور يې ماتم دی.
ده زياته کړه: ((هغه و چې وروڼه، ورېرونه او وريندارې مې، چې د رايې کارتونه يې لرل، په موټرو کې کېنول او د رايې اچونې مرکز ته په ډله ييزه توګه لاړو؛ خو د دريم ګلې مور، چې د هغې په مړينه کې يې دنيا هېره کړې وه او نور دې دنيا ورته ارزښت نه لاره، په خپله کوټه کې د لور سرته ناسته پاتې شوه، له ډېره درده په کې ژړا ختمه شوې وه او يوازې يې د دريم ګلې مخ ته کتل.))
جواز زياته کړه، چې د کورنۍ څوارلس نارينه او ښځينه غړو يې د ورژلې په ديني مدرسه کې د رايې اچونې جوړ شوي مرکز ته ولاړل او د خپلې خوښې کانديد ته يې رايه ورکړه.
جواز وايي، په دې وروستيو کې د خوست رايو ته د شک په سترګه کتل کېږي خو هيله لري چې د خلکو د پاکو رايو احترام وشي.
هغه وايي، دی پوهېده چې که د چم ګاونډ خلک يې د لور له مړينې خبر شي، نو د تکفين او تدفين لپاره ورته له ټاکنو تېرېږي.
جواز زياتوي، کله چې د رايې اچونې پروسه ختمه شوه نو پر خلکو يې غږ وکړ او ويې ويل: ((تاسو سره راټول شئ، يوه مهمه خبره درته کوم.))
جواز وويل، چې د خپلې لور د مړينې خبره يې په لوړ غږ کليوالو او عزيزانو ته وکړه، خو هغوی شکمن شول، چې دا څنګه کېدای شي چې لور يې د شپې په دوو بجو په حق رسېدلې او اوس يې وويل؟
 قومي مشر عبدالفغار پژواک ته وويل: ((کله چې خلک په اصلي کيسه پوه شول، د جواز د دغه کار يې زيات هرکلی وکړ، هغه يې ډېر وستايه او پرله پسې يې درې ځلې په اجتماعي ډول لاسونه پورته کړل، هغه او کورنۍ ته يې دعا ګانې وکړې.))
عبدالفغار وايي، له هغه وروسته د سيمې خلکو د جواز د لور د مړينې د تدفين مراسم ترسره کړل او تنکۍ ماشومه دريم ګله يې د تل لپاره تر سپېرو خاورو لاندې کړه.
نوموړي وويل: ((د هغه دغه مېړانه او پښتني غيرت نه يوازې افغانانو، بلکې نړيوالو ته دا پيغام ورکوي، چې دغه ولس څومره له خپل هېواد سره مينه لري.))