Add new comment

 PC members remain divided on board elections

خوست (پژواک، ٤ مرغومى ٩٣): د خوست د ولايتي شورا د غړو تر منځ د اداري پلاوي د ټاکلو او مشرانو جرګې ته د استازي د ور پېژندلو لپاره ټاکنې يې د څلورم ځل لپاره ځنډېدلې دي.

د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر عبدالرحمن محبت پژواک خبري اژانس وويل، ټاکنې د شورا د غړو تر منځ مشرانو جرګې ته د استازي د ټاکلو پر سر د اختلافاتو او د نصاب د نه پوره کېدو له امله ځنډېدلي.

محبت وايي چې د ټاکنو کمېسيون تېره يکشنبه د يادې شورا لپاره ضرب الاجل ټاکلی و، خو دا چې نصاب پوره نه شو، د مرکزي دفتر په امر يې ټاکنې تر پرون ورځې ځنډېدلې وې.

د نوموړي په وينا، پرون چهارشبنې بيا هم د ولايتي شورا د غړو نصاب پوره نه شو او د مرکزي دفتر د سپارښتنې له امله يې ټاکنې تر ناڅرګندې مودې وځنډولې.

ده زياته کړه: ((دغه ځل ولسمشر غني يو پلاوی ټاکلی، که هغوی هم ستونزه هواره نه کړي، بيا د غير حاضرو کسانو پر ځای د ولايتي شورا هغه کانديدان راولي چې په نسبي ډول يې رايې زياتې دي.))

د خوست ولايتي شورا په ټوليز ډول پنځلس غړي لري چې د خپلمنځي اختلاف له امله پر دوو ډلو وېشل شوي، يوه ډله له اتو او دويمه يې له اوو غړو جوړه شوې ده.

د دې شورا غړي شکرالله بابکرخېل پژواک اژانس ته وويل چې د اوو کسانو ډله ټاکنو ته ځکه نه حاضرېږي چې هغوی پوهېږي، ټاکنې د دوی په ګټه نه تمامېږي.

په همدې حال کې د هغې دويمې ډلې غړي عبدالولي واحدزي پژواک اژانس ته وويل، ټاکنو ته ځکه نه حاضرېږي چې د اتو کسانو په ډله کې په درغليو کې ښکېل غړي شتون لري.

واحدزي وويل: ((په ياده ډله کې ښځينه غړې حکمينه مطلق بېسواده ده، په ټاکنو کې د هغې ګډون د ټاکنو مشروعيت له منځه وړي. که حکمينه همدا نن هم له لېسته و ايستل شي، موږ په هر صورت حاضر يو چې په ټاکنو کې ګډون وکړو.))

خو په خپله حکمينه ياد تور نه مني؛ ځکه هغه وايي چې د شکايتونو د اورېدو او څېړلو موده تېره شوې او اسناد يې په بشپړ ډول په خپله موده کې څېړل شوي او هېڅ ستونزه نه لري.

حکمينې زياته کړه: ((دوی ما ته د پيسو وړانديز کړی و چې د دوی په ډله کې ودرېږم، خو ما ونه مانه او اوس دوی هڅه کوي چې زما درغلۍ ثابتې کړي.))

که څه هم هغې ادعا وکړه چې د کډوالۍ پر مهال په پېښور کې له دوولسم ټولګي فارغه شوې خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان پوهنې وزارت يې اسناد ارزيابي کړي؟ وويل چې هغه وخت دغه خبرې نه وې.

د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر عبدالرحمن محبت وويل چې د حکمينې اسناد څېړل شوي، خو دا چې ويل کېږي د ټاکنو مرکزي دفتر اوس د ولايتي شوراګانو د ځينو غړو د زده کړو د اسنادو په اړه څېړنه کوي، هېڅ خبر او معلومات نه لري.

د خوست يوه اوسېدونکي حاجي ګل شېرين پژواک اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا د غړو تر منځ ياده لانجه د شخصي ګټو پر بنسټ رامنځته شوې ده.

ګل شېرين زياته کړه:( (زه په خدای قسم کوم، چې له دې خلکو سره هېڅ د خلکو غم نشته. په درغليو راغلي کسان دي او يواځې دا فکر ورسره دی چې څنګه ځان مطرح کړي او لوړ موقف ته ځان ورسوي.))

دوه ورځې وړاندې هم د مدني ټولنو يو شمېر غړو په يوه غونډه کې د خوست ولايتي شورا ته خبرداری ورکړ چې که ټاکنې په قانوني ډول ترسره نه کړي، د شورا د دفتر دروازه به يې پر مخ وتړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.