Add new comment

Khost council remains split over Senate rep

خوست (پژواک، ٢ لېندۍ ٩٣): د خوست د ولايتي شورا ځينې غړي او سرچينې وايي چې له دې شورا د مشرانو جرګې استازۍ ته د رايو ورکولو لپاره د پيسو وړانديز شوى دى.

يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، د خوست ولايتي شورا پر دوو ډلو وېشل شوې، په لومړۍ کې نهه غړي او په دويمه کې شپږ غړي دي.

سرچينې زياته کړه، دويمه ډله غواړي چې په ډېره لوړه بيه د دې شورا د نورو غړو رايې خپلې کړي او مشرانو جرګې ته خپل کس ولېږي.

سرچينې په دې اړه وويل: ((د لومړۍ ډلې يو شمېر غړو ته په ټينګار او تکراري توګه وړانديزونه شوي چې د دوی ملګري ته رايه ورکړي او په بدل کې دې يو نيم سل زره ډالر ترلاسه کړي.))

د خوست د ولايتي شورا غړي کفيل ريحان پژواک اژانس ته وويل چې د پيسو وړانديز د دې شورا د غړي لطيف خان ژوندي له لوري ورته شوی، خو دوی يې په هيڅ صورت نه مني.

نوموړي زياته کړه چې لطيف ژوندي د ده په ګډون ځينو وکيلانو ته له ۱۵۰ تر ۲۰۰ زره ډالرو پورې وړانديز کړی او غواړي له دې لارې د رايو په خپلولو سره تر مشرانو جرګې ورسېږي.

ريحان وايي: ((د ولايتي شورا د اداري پلاوي او مشرانو جرګې ته د استازي د ټاکلو لپاره څو ځلې د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز دفتر ته ورغلو، خو د دويمې ډلې د نه حاضرېدو له امله دوه ثلثه نه پوره کېږي.))

د يادې ولايتي شورا بل غړي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل، لطيف ژوندي څو ځلې د ده کور ته کسان ورلېږلي چې پيسې واخلي او رايه ورکړي، خو ده يې وړانديز نه دی منلی.

د خوست د ولايتي شورا غړي لطيف خان ژوندي له پژواک اژانس سره په خبرو کې د پيسو په بدل کې د رايو اخيستو له امله پر ده لګېدلي ټول تورونه بې بنسټه وبلل.

هغه وويل: ((هيڅ غړي ته مو هم د پيسو ورکولو وړانديز نه دی کړی او نه هم غواړم چې د خلکو پر سرنوشت لوبې وکړم او د پيسو په زور مشرانو جرګې ته لاره وموم.))

لطيف ژوندي د ولايتي شورا د هغې لومړۍ ډلې غړي پر دې تورن کړل چې د دوه نيم سوه زره ډالرو په بدل کې يې په خپل منځ کې مشرانو جرګې ته استازی ټاکلی او ستونزه له همدې ځايه رامنځته شوې ده.

د خوست د ولايتي شورا غړي او د دويمې ډلې پلوي جانمير ځاځي هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې د پيسو د ورکړې خبره رد کړه، خو د شورا د غړو تر منځ يې ځينې کړۍ پر لاسوهنې تورنې کړې.

که څه هم نوموړي د چا نوم وانه خيست خو ويې ويل، يو شمېر کړۍ شته چې د خپلو ګټو په خاطر د ولايتي شورا غړي سر له اوسه يووالي ته نه پرېږدي.

په خوست کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر رييس محمد شفيق وفا پژواک اژانس ته دا رد کړه چې ګواکې دوی د ولايتي شورا د غړو تر منځ د ټاکنو زمينه نه برابروي.

نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې ستونزه په شورا کې ده؛ ځکه د اداري پلاوي او مشرانو جرګې ته د استازي د ټاکلو لپاره د غړو نصاب نه پوره کوي.

د خوست يوه اوسېدونکي عبدالقدوس د ولايتي شورا له غړو غوښتنه وکړه چې مشرانو جرګې ته د استعداد، جرئت او کاري تجربې له مخې خپل استازی ولېږي.

نوموړي وويل: ((که د ولايتي شورا له دواړو ډلو هر څوک د پيسو په بدل کې مشرانو جرګې ته لاړ شي، نو دغه شورا به د خلکو پر وړاندې خپل باور له لاسه ورکړي.))

د ولايتي شوراګانو د پايلو تر اعلان وروسته تر اوسه د خوست ولايتي شورا غړي نه دي توانېدلي څو د دې شورا رييس او مشرانو جرګې ته يې استازى وټاکي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.