خوست ښار (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): د خوست امنيه قوماندانۍ د ولسي جرګې نوماندانو د کمپاين پر لويو غونډو بنديز ولګاوه.
امنيتي چارواکي دا پرېکړه وروسته له هغه کوي چې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د ولسي جرګې نوماندانو د کمپاين په موټرو دوه بمي بريدونه وشول، چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزي نن د (تله ۱۵مه) خبري کنفرانس ته وويل چې امنيتي ګواښونو ته په کتو سره دې نوماندان يواځې په رسنيو بسنه وکړي او له لويو ټاکنيزو غونډو دې لاس په سر شي.