خوست ښار (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): په خوست کې د ولسي جرګې يو شمېر نوماندانو د اعتراض په ډول د خوست – ګردېز لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
دغه معترض نوماندان چې شمېر يې شاوخوا ۳۰ کسانو ته رسېږي، هغه کسان دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د دغه ولايت په لومړنۍ اعلان شوو پايلو کې يې نومونه نه دي راغلي.
دغو نوماندانو د خپلو لسګونه پلويانو سره يو ځای نن (د لېندۍ ۲۵مه) له سهار راهيسې د خوست- ګردېز لويه لار د دوه منده ولسوالۍ په بازار کې په دې موخه تړلې چې ګنې ټاکنيزو کمېسيونونو يې غوښتنه نه ده منلې.
هغوی څه موده وړاندې په يوه خبري کنفرانس کې په دغه ولايت کې له ټاکنيزو کمېسيونونو غوښتي وو چې پاکې او ناپاکې رايې دې سره بېلې کړي، خو اوس نوماندان وايي چې کمېسيونونو د دوی دا غوښتنه نه ده منلې.
يوه معترض نوماند عبدالولي واحدزي پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ادعا کوي چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې ټاکنې له پراخو درغليو ډکې وې او هغه لومړنۍ پايلې چې د ټاکنو کمېسيون اعلان کړې، دوی ته د منلو وړ نه دي.
هغه وويل که ټاکنيز کمېسيونونه د دوی غوښتنې ونه مني، پاکې او ناپاکې رايې سره بېلې نه کړي، د خوست نورې لويې لارې به هم د ترافيکو پر مخ وتړي.
دی وايي: ((زموږ دوه حقه غوښتنې لرو چې يو بايومټريک او نه بايومټريک شوې رايې سره بېلې شي، دويم د هغو ۹۱ مرکزونو رايې چې ډېرې درغلۍ په کې شوې او تر اوسه نه دي شمېرل شوې، هغه دې وشمېرل شي.))
د ولسي جرګې بل معترض نوماند عبدالنصير حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو ولايتي دفتر مسوولين د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د شوې پرېکړې له مخې بايد په دغه ولايت ټولې کارول شوې رايې وشمېرل شي.
نوموړی وايي چې د ټاکنو ولايتي دفتر مسوولين له شوې پرېکړې په ښکاره سرغړونه کوي او په وينا يې که چېرې د ټاکنو ولايتي کمېسيون پاکې او ناپاکې رايې سره بېلې نه کړي، په نورو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
هغه زياتوي: ((د ټاکنو کمېسيون مکلف دی او دا زمينه بايد برابره کړي چې په دې ولايت کې کارول شوې رايې يوه يوه وشمېري او هغه کسان چې پاکې رايې يې وړې دي ولسي جرګې ته لار پيدا کړي.))
په همدې حال کې ددغو معترضو نوماندانو پلويان وايي چې که ټاکنيز کمېسيونونه د دوی غوښتنې بابېزه وګڼې او خپل حق ورنه کړي، نو په راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو کې په هيڅ صورت سره ګډون نه کوي.
د امير جان په نوم د دوه منده ولسوالۍ يوه اوسېدونکي چې په ياد اعتراض کې يې ګډون کړی، پژواک ته وويل چې دولت په ښکاره ډول د دوی پر حقه حقونو سترګې پټوي او په وينا يې اجازه نه ورکوي چې حق يې وخوړل شي.
ده زياته کړه: ((که زموږ حکومت خپل ولس سره دا ډول غلطيانې کوي، نو موږ د ځدراڼو يوولس ولسواليو اوسيدونکي به ټولې لويې لارې وتړو. موږ په هر قيمت سره له خپلو پاکو کارول شوو رايه دفاع کوو.))
په ورته وخت کې د خوست د ټاکنو ولايتي دفتر مشر شاه جهان سرداري پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د نوماندانو غوښتنې پرځای بولي، خو په وينا چې ولايتي دفترونه دا واک او صلاحيت نه لري چې سل فيصده رايې دې وشمېري.
هغه د ولسي جرګې له يادو نوماندانو غوښتنه کوي چې خپلې ستونزې دې له مرکزي دفتر سره شريکې کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.