بي بي حکمينه : د سړو په جامو کې د ښځو ښه خدمت کولى شم

خوست ښار (پژواک ١٨ کب ٩٠): د خوست د ولايتي شورا غړې، چې له کلونو راهيسې د نارينه وو جامې اغوندي او ناسته پاسته يې له سړيو سره وي، وايي: ((د سړو په جامو کې د خپل ولس او په ځانګړې توګه د ښځو ښه خدمت کولى شم.))
په افغاني ټولنه کې د ښځې په اړه عامه ‌‌ذهنت دا دی چې، ښځه د کور ده يا د ګور؛ خو بيا هم د هېواد په لرې پروت او سرحدي ولايت خوست کې داسې ښځه هم شته، چې د دغه ذهنيت خلاف يې ګام پورته کړى، د ښځينه اوږدو جامو پر ځای د نارينه وو لنډې جامې اغوندي، د ټکري پر ځای لنګۍ پر سروي، واسکټ اچوي او لکه د نارينه وو، له ځان سره بېلابېل ډول وسله هم ګرځوي.
دغه ښځه حجاڼۍ بي بي حکمينه نومېږي، ٤١ کلنه ده، د خوست د تڼيو ولسوالۍ د درګۍ د کلي اوسېدونکې ده، په سياست کې يې برخه اخيستې، له نرانو سره اوږه په اوږه په جرګو او مرکو کې ګډون کوي، د خلکو تر منځ شخړې هواروي، ځان ته سړی وايي او تل د نارينه وو په څېر ناسته ولاړه کوي.
حجاڼۍ بي بي حکمينې، د ښځو د ستونزو د هوارۍ لپاره يوه ټولنه لري او د دې ترڅنګ د خوست د ولايتي شورا غړې هم ده.
هغې د کب په ١٨مه د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې د دې ورځې نمانځل ښه کار وباله، خو زياتوي، چې د لرو پرتو سيمو ښځې بايد په دې ورځ خپلې غوښتنې او ستونزې رابرسېره کړي.
خو هغې زياته کړه، د دې پر ځاى چې دا ورځ په کابل او يا لويو ښارونو په لوکسو هوټلونو کې نمانځل کېږي، بايد دغه پيسې په هغو لارو چارو ولګول شي، چې ښځو ته ترې ګټه رسېږي.
حکمينې وويل: ((زما د سيمې يوه کليواله ښځه له دې ورځې نه ده خبره، يواځې د ګوتو په شمېر څو ښځې په کابل کې له دې ورځې ناوړه ګټه پورته کوي او هغه ښځې چې په رښتيا سره ستونزې لري، له دې ورځې نه دې خبرې.))
نوموړې واده نه دى کړى، خو سپين سرې شوې ، وايي چې له سړيو سره له ناستې پاستې خوند اخلي او په نارينه جامو جامو کې ځان ارامه احساسوي.
هغې زياته کړه: ((د سړيو په جامو کې د خپل ولس او په ځانګړې توګه د ښځو ښه خدمت کولاى شم، د ښځو په جامو او کړه وړه کې مې دا کار نه شواى کولاى.))
د خوست د ولايتي شورا دغه غړې وايي، چې د پښتنو په سيمو کې سړيو ته زياته اړتيا ده، مور او پلار يې يو زوى درلود، هغوى له دې څخه هم زوى جوړ کړى او د نارينه وو جامې يې ور واغوستې دي.
دا وايي: ((پلار مې دې خداى وبښي، تل يې راته د زوى په توګه کتل او زوى يې بللم او تل به يې لکه د زوى په څېر له ځان سره ګرځولم.))
په جرګو مرکو او قومي غونډو کې د ګډون او د خلکو د ستونزو د هوارۍ په اړه مېرمن حکمينه وايي: ((له پلار سره په جرګو او مرکو کې به مې ګډون کاوه، له هماغه وخته مې د مشرانو خبرې زده کولې چې دغه مهال د نورو قومي مشرانو په څېر د خلکو ترمنځ د شخړو په هوارولو کې برخه اخلم او ښه ورباندې پوهېږم.))
نوموړې زياتوي، چې له پلار سره يو ځاى يې په کروندو کې کار کاوه، له بازاره يې سودا راوړه او د ژوند په ټولو برخو کې يې له نارينه وو سره يو ځاى ونډه اخيستي او له پلار سره يې د کور ټول کارونه سمبالول.
 حکمينه په ځان وياړي او په ډاډ سره وايي، چې پر هېواد د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال يې د افغانانو په مقدس جهاد کې برخه اخيستې او له هېواده د روسانو په شړلو کې يې مرسته کړې ده.
 نوموړې زياتوي: ((ما به مجاهدينو ته ډوډۍ پخوله، د ټپيانو په درملنه کې به مې مرسته کوله او کله کله به مې سنګرونو ته سپکې وسلې او مرمۍ هم لېږدولې.))
 حجاڼۍ بي بي حکمينه، چې تل کلاشينکوف يا تومانچه ورسره وي، وايي، چې وسله د خپل ځان او ناموس ساتنې په موخه ګرځوي.
 حکمينه که څه هم نا لوستې ده، خو دغه مهال د خوست د ولايتي شورا ښځينه غړې ده او په ټولو هغو فعاليتونو کې برخه اخلي، چې د ولايتي شورا مسووليت دی.
د هغې په وينا، خوستيو ځوانانو، قومي مشرانو او په ځانګړې توګه ښځو وهڅوله، چې ولايتي شورا ته ځان کانديد کړي او خلکو ته له دې لارې خدمت وکړي.
نوموړې وويل: ((کله مې چې ځان ولايتی شورا ته کانديد کړ، نو له کوم امتيازه پرته خلکو راته رايه کړه او په پنځو زرو رايو ولايتي شورا ته بريالۍ شوم.))
حکمينه ګومان کوي، چې نارينه وو به د ښځو په پرتله ورته ډېرې رايې ورکړې وي.
دا وايي، دغه يې ارمان و، چې چارواکې شي، خپلې خاورې، ولس او په ځانګړي ډول ښځينه برخې ته زيات کار وکړي.
حکمينې زياته کړه، چې تر خپل وسه له غريبانو سره ډېرې منډې ترړې کوي، هغه که ښځې وي او يا سړي؛ خو په ښځو يې ډېره خوا بديږي، ځکه چې دوى ډېرې ناچارې دي او په پښتني ټولنو کې له مېرمنو سره ښه چلند نه کېږي، نجونې په بدو کې ورکول کېږي، لوړ ولور پرې اخيستل کېږي، د حيوان په څېر پلورل کېږي، له ښوونې او روزنې بې برخې دي او په ځينو مسايلو کې خو د انسان په سترګه ورته نه کتل کېږي.
نوموړې د ښځو لپاره د جوړې شوې ټولنې په اړه وايي، چې د دغه ولايت په هره ولسوالۍ کې يې ورته څانګه پرانيستې ده.
د هغې په وينا، د ټولنې له جوړولو څخه يې موخه د ښځو فعاليدل او د ناوړه دودونو رواجونو پر وړاندې د غبرګون ښودل او د غږ پورته کول دي.
هغه وايي، چې د ټولنې له خوا يې د ښځو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي، مرستې يې ورسره کړې او اوس د خوست ډېرى مېرمنې تر ډېره بريده په خپلو حقونو پوه شوې دي.
مېرمن حکمينې وويل، چې پلار او مور يې مړه شوې، دوه وروڼه او يوه خور لري او له خپلو ورېرونو سره خوشحاله ژوند تېروي.
هغې زياته کړه: ((ستر ارمان مې دا دى، چې په هېواد کې د درېيو لسيزو جګړه پاى ته ورسېږي او تل پاتې سوله او رامنځته شي.))