خوست ښار (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۷): په خوست کې د ولسي جرګې يو شمېر معترضو نوماندانو د اداري کمپلکس مخې ته د تحصن خېمه درولې او د ولايت مقام دروازه يې د اعتراض په ډول د مامورينو پر مخ تړلې ده.
د ولسي جرګې دغه معترض نوماندان په داسې وخت کې د دغه ولايت مقام دروازه د دولتي مامورينو او عامو خلکو پر مخ تړلې چې تېره ورځ يې په دوه منده ولسوالۍ کې د خوست- ګردېز لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
دغه نوماندان ادعا کوي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ځينو مشخصو نوماندانو په ګټه د ټاکنو ولايتي دفتر مسوولينو پراخې درغلۍ کړې او غوښتنه کوي چې ټوله رايه دې د نړیوالو او داخلي ناظرينو په مخ کې له سره وشمېرل شي.
يو معترض نوماند عبدالولي واحدزی چې د کمېسيون له خوا په لومړنيو اعلان شوو پايلو کې يې نوم نه دی راغلی او د اعتراض په ډول د تحصن دې خېمې ته راغلی، پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون فيصله کړې چې د دغه ولايت ټولې رايې دې بيا وشمېرل شي، خو په وينا يې چې د ټاکنو ولايتي دفتر له دې پرېکړې سرغړونه کوي.
دی زياتوي: ((له بايومتريک پرته رايه په هېڅ صورت موږ ته د منلو نه ده او بايد باطله اعلان شي، بل هغه ۲۸ موارد چې موږ د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته سپارلي، د هغو د برخليک په اړه ځواب غواړو او د هغو رايو سپناوی غواړو چې وزيرستاني کډوالو د څو مشخصو نوماندانو په ګټه استعمال کړې دي.))
د ولسي جرګې بل معترض نوماند عجب نور منګل پژواک اژانس ته خپلو خبرو کې وويل تر هغې به د ولايت مقام دروازه او د خوست- ګردېز لویه لار خلاصه نه کړي، څو چې حکومت او دواړو کمېسيونونو د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ويلي.
هغه وايي: ((کله چې په ۹۱ مرکزونو باندې شکايتونو وو او تفتيش شول، نو د ټي بي په پاڼه کې د يو نوماند ۵۰۰ رايې وې، خو په صندوق کې ۵ رايې وې چې په ټولو ۹۱ مرکزونو کې ۴ زره تقلبې رايې وې، چې هېڅ په ټي بي پاڼه کې نه وې. اوس موږ ۳۶ نوماندانو دا پرېکړه کړې، چې د ۹۱ پاتې مرکزونو رايې بايد تفتيش شي.))
په همدې حال د يادو شوو معترضو نوماندانو پلويان هم ګواښ کوي، چې که حکومت او دواړه ټاکنيز کیمېسونونه د دوی غږ وانه وري او د دوی پاکو رايو ته احترام ونه کړي، نو په لويو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
د کمال خان او حيات الله په نوم د خوست دوو اوسيدونکو پژواک ته په دې اړه وويل:
هغه وايي: ((موږ نن د خوست د ولسونو لپاره راوتلي يو او هدف مو دا دی چې شفافې ټاکنې ولرو، ځکه زموږ د مشکلاتو د حل يواځينۍ لار شفافې ټاکنې دي. موږ د ټاکنو په کمېسيون دا غږ کوو چې پاکې او ناپاکې رايې دې سره بېلې کړي او که بېلې يې نه کړي، د ولايت مقام دروازه به همداسې تړلې وي.))
په ورته وخت کې د خوست د ټاکنو ولايتي دفتر مشر شاه جهان سرداري پژواک خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې د نوماندانو هغه ادعا رد کړه چې ګنې د د ولسي جرګې د ځينو مشخصو نوماندانو په ګټه يې درغلي کړې ده.
هغه دا هم وويل چې د ټولو رايو شمېرل د دوی له صلاحيته پورته خبره ده او له نوماندانو يې وغوښتل چې خپلې غوښتنې او شکايتونه دې له مرکزي دفتر سره شريکې کړي.
Add new comment