د خوست ولایت د سولې ولایتي کميټې منشي عزیز الله ځلاند وايي چې پدغه ولايت کې د سولې شورا دوه  کاله وړاندې جوړه شوي چې ددغه ولایت د بیلابیلو قشرنو خلک قومي سپينږیري،علما او مخور پکې شتون لري.
نوموړی وايي چې پدغه ولایت کې د سولې د دفتر د فعالیدو راهيسي څه د پاسه شل تنه د سولې د پروسې سره يو ځاي شوي او دا مهال د نورو هیوادوالو په څير د هیواد په بیارغونه کې ونډه لري.
............................... غږ
نوموړی زیاتوی که څه هم دغه شميره ديو سرحدی ولایت لپاره کمه دی خو دوی په هڅه کې دي چې خپلې چاری ګړندی او د ورسره شته مخورو په واسيطه مرور وروڼه پخلا او د سولې د پروسې سره يې ځای کړي.
ځلاند وايي که څه هم تراوسه زيات شمير کسان  په څرګند ډول د سولې د پروسې سره ندي يو ځای شوي خو ډيری خوستيان چې په جګړه بوخت وو د مخالفته  يې لاس اخيستی او په کورنو ناست دي.
د خوست د سولې د ولايتي کميټې منشي عزيزالله ځلاند وايي چې د سولې د راوستو په موخه يې ددغه ولايت بیلابیلو ولسوالیو او لرو پرتو سیمو ته سفرونه کړی او خلک يې د سولې پر اهميت پوهولي دي.
د زیاتوي چې دغه کار ډيره ښه پايله ورکړي او زياتره هغه خلک چې د دولت څخه زړه بدي شوي بیرته دېته هڅول شوي چې د خپل اسلامي دولت ملاتړ وکړي.
 
د خوست د سولې د ولایتي کميتې منشي دا هم وايي چې په خوست کې د شته غږيزو،انځوريزو او چاپيزو رسنيو له لارې يې د سولې په اړه زيات وختونه عامه پوهاوی کړی.
دی زياتوی پدې کار سره د خوست هرې برخې ته د سولې اواز رسيدلی او دا کار نور هم دوام لري.
................................... غږ
.
په خوست کې د چارو شنونکي هم پدغه ولایت کې د سولې شته کميټه په خپلو چارو کې بریالی بولی او وايي چې په فعالیدو سره يې زيات خلک د سولې په اهميت پوه شوي دي.
دوی وايي چې په خوست کې  د ځمکو، غرونو،دښتو او ځنګلونو پرسره د ډيره وخته شخړې روانې وې خو د سولې د کميټې په جوړیدو سره ډيری يې هوارې شوي دي.
د شنونکو په وینا هغه قومونو او قبیلې چې يو بل ته ګوته په مشه په مرچو کې ناست وو اوس يو د بل سره د وروڼو په شان په سوله او دوستی کې ژوند کوي.
پدې اړه سیاسي څيړونکی روان نورزی وايي.
................................. غږ
روان نورزی وايي  د سولې د راتګ په برکت سره په خوست  کې د خلکو ورځني ژوند ښه شوی او خوست میشتي دا مهال په ډاډه زړه خپل کاروبار پر مخ وړي.