خوست ښار (پژواک، ۲۵ وږی ۹۸): په خوست کې د «ملي ارمان» په نوم د مېرمنو د يوې ټولنې غړي وايي، که د رايې اچونې پر مهال يې عکس اخيستل کېږي، په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
دغو مېرمنو چې شمېر يې لسګونو ته رسېده، دا څرګندونې نن (د وږي ۲۵مه) له غرمې وروسته د يوې غونډې پر مهال وکړې.
هغوی د ټاکنو پر کمېسيون او نورو اړوند ادارو غږ وکړ چې د عکس اخيستلو پر ځای دې په نورو بديلو لارو چارو کار وکړي.
دوی وایي، خوستۍ مېرمنې لېوالې دي چې د ولسمشرې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي، خو دا ورته د منلو نه ده چې د رايې اچونې پر مهال يې عکس واخيستل شي.
د مېرمنو د دې ټولنې مشرې زينب افغان غونډې ته وويل که د ټاکنو کمېسيون په رښتيا سره غواړي چې په ټاکنو کې د درغلۍ مخه ونيسي، نو د عکس اخيستل يې موثره لار نه ده.
د هغې په وينا چې په دې سره به د ټاکنو کمېسيون په لوی لاس د ټولنې نيمايي برخه چې مېرمنې دي، په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې کړي.
زينب زياته کړه: ((د خوست په لرو پرستو کې سيمو کې ښځې له کور څخه د وتلو اجازه نه لري، نو هغه به څه ډول وکولی شي چې خپل مخ لوڅ کړي او هلته يې عکس واخيستل شي او رايه ورکړي. دولت بايد په نورو لارو کار وکړي.))
د شګوفې په نوم د دې ټولنې بلې غړې غونډې ته وويل که د رايې اچونې شرايط همدا ډول وي، نو دوی نه شي کولی په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې چې د هېواد برخليک ور پورې تړلی دی، برخه واخلي.
هغه وايي: ((ډېرې داسې کورنۍ شته، ښځو ته اجازه نه ورکوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي؛ ځکه د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې له دوی عکس اخيستل کېږي، نو مېرمنې دې هڅه وکړه چې رايه په پټ مخ ورکړي.))
د ثانيې په نوم د مېرمنو د يادې ټولنې بله غړې وايي خوست يوه سنتي ټولنه ده او مېرمنو ته مشکله ده چې له کور څخه د باندې ولاړې شې او پرته له حجابه دې په ټاکنو کې برخه واخلي.
هغه وايي، که د ټاکنو کمېسيون پر دې پرېکړه له سره غور ونه کړي، نو د ټولنې نيمايي قشر به له ټاکنو بې برخې شي.
دا زياتوي: ((دا ټولنه له نيمايي سړيو او نيمايي له ښځو جوړه ده، نو که ښځې په رايه اچونه کې برخه وانه خلي، هېڅ معنا نه لري. نو په ټاکنو کې د ښځو ګډون ډېر مهم دی.))
د مېرمنو د يادې غونډې ځينو ګډونوالو هم د ټاکنو له کمېسيونه وغوښتل چې د رايې اچونې پر مهال دې له مېرمنو عکس نه اخيستل کېږي؛ ځکه په وينا يې چې په دې سره د درغليو مخه نه شي نيول کېدای.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د رايې لپاره د مېرمنو د انځور اخيستل د سياسي ګوندونو له خوا د روڼتيا لپاره وړانديز شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولينو ويلي چې د ښځو انځورونه محرم ساتل کېږي او په دې برخه کې بايد څوک اندېښنه ونه لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د انتخاباتو په ورځ به د ښځو لپاره د رایې اچولو په مرکزونو کې ښځې کار کوي، نو د عکس اخیستلو اندېښنه ځای نه لري.
د ټاکنو کمېسيون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي چې دا پرېکړه د افغانانو دیني عقیدې او ټولنیزو دودونو ته د پاملرنې پر اساس شوې او د خلکو معلومات به خوندي وي.
ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.