خوست ښار (پژواک ٢٣ ورى ٩٢): په خوست کې د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسواليو سلګونو قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
د قومي مشرانو دغه غونډه په خوست کې د افغانستان د قومونو پيوستون شورا په دفتر کې جوړه شوې وه.
د اسمعيل خېلو او مندوزيو قومي مشرانو په استازيتوب احمدګل د راتلونکو ټولټاکنو په تړاو وويل، داسې نوماند ته بايد رايه ورنه کړل شي، چې ولس هېر کړي او ټول پام يې شخصي ګټو ته وي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنې د ١٣٩٣ کال په وري مياشت کې ترسره شي.
14/06/2014
02/07/2013
ویډیویی خبرونه
Currently there are no video news of Khost.To see other videos