Add new comment

د خوست ولايتي شورا غړي د اداري پلاوي پر ټاکلو نه سره جوړېږي

خوست (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): د خوست د ولايتي شورا وکيلان د ولسي جرګې ځيني غړي په خپلو چارو کې پر لاسوهنو تورنوي چې ګواکې تر منځ يې ستونزې پيدا کوي.

دغه وکيلان وايي چې دغه کار د ولايتي شورا د اداري پلاوي د ټاکلو او دغه راز مشرانو جرګې ته د استازي د لېږلو پر وړاندې لوی خنډ دى.

د يادې شورا يوه غړي عبدالولي واحدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، په ولسي جرګه کې نه يوازې د خوست، بلکې د ځينو نورو ولايتونو استازي هم په دې شورا کې مستقيمه لاسوهنه کوي.

واحدزى وايي: ((د ولسي جرګې ځيني غړي غواړي د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوو د غړو پر ټاکلو سربېره، مشرانو جرګې ته خپل استازي ولېږي او په ولايتونو کې خپلې ګټې خوندي کړي.))

واحدزي زياته کړه، د ولسي جرګې د ځينو غړو مستقيمه لاسوهنه د خوست د ولايتي شورا پر دوو ډلو د وېشل کېدو لامل شوې چې له امله يې اوس د اداري پلاوي او د مشرانو جرګې د غړي د ټاکلو پر سر نه سره جوړېږي.

د دې شورا يوه بل غړي شکرالله بابکرخېل هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې د يادې شورا د غړو تر منځ د ولسي جرګې د يو شمېر غړو د لاسوهنې پخلی وکړ.

نوموړي زياته کړه: ((په خپله له ما سره ځينو وکيلانو کتلي او غوښتنه يې راڅخه کړې چې د دوی کس ته رايه ورکړم، خو د دوی دا غوښتنه ما ته د منلو وړ نه ده.))

پر دې سربېره شکرالله بابکرخېل وايي چې د دې لاسوهنې په ترڅ کې د ده په ګډون يو شمېر نورو غړو ته د هرې يوې رايې په بدل کې د ډېرو پيسو د ورکړې وړانديز هم شوی دی.

بابکرخېل د پيسو اندازه په ګوته نه کړه، خو يوه بل غړي د نوم ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې د هرې يوې رايې په بدل کې ورته د ٣٠٠ زره ډالرو د ورکړې ژمنه ورکول کېږي.

د خوست د ولايتي شورا غړو د دې شورا په چارو کې د ولسي جرګې د غړو د لاسوهونکو نومونه وانه خيستل، خو دومره يې وويل چې په دې اړه خلک ښه پوهېږي.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي ډاکتر ميربت منګل له پژواک اژانس سره په خبرو کې د خوست ولايتي شورا په چارو کې د ولسي جرګې د غړو لاسوهنه نه هم تاييد او نه هم رد کړه.

هغه په دې اړه وويل: ((زه په خپله په دې مسئله کې لاس نه لرم، خو د نورو وکيلانو د لاسوهنې په اړه کوم شواهد نه لرم، ځکه نه يې تاييدولای او نه يې ردولای شم.))

منګل زياته کړه، چې د ده په شخصي نظر د خوست د ولايتي شورا د غړو تر منځ ياده رامنځته شوې ستونزه يوازې د مشرانو جرګې لپاره د استازي له ټاکلو څخه سرچينه اخلي.

نوموړي دغه راز وويل چې که ولايتي شورا سر له اوسه د ولسي جرګې د غړو تر اغېز لاندې راشي، په ټولنه کې خپل باور له لاسه ورکوي.

پژواک هڅه وکړه چې د دې ستونزې د هواري په برخه کې په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر د مسوولينو نظر هم واخلي، خو له هڅو سره سره په دې کار ونه توانېد.

خو د لېندۍ په دويمه د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس محمدشفيق وفا پژواک اژانس ته ويلي وو، د اداري پلاوي د ټاکنو په مسئله کې يو ستونزه دا ده چې د شورا غړي د ټاکنو لپاره نصاب نه پوره کوي.

مياشت مخکې د خوست د نوې ولايتي شورا غړو د لوړې مراسم ترسره کړي، خو تر اوسه د اختلافاتو له امله د خپلمنځي ټاکنو په ترسره کولو نه دي بريالي شوي.

د دې شورا ځيني غړي وايي چې که اوسنيو اختلافاتو ته د هواري يوه بنسټيزه لار ونه موندل شي، ممکن اوسنۍ شورا د خپلې دورې تر پای رسېدو پورې پر دوو موازي شوراګانو بدله شي.

د خوست ولايت د مدني ټولنې يو فعال محمد نسيم وايي چې د ولايتي شورا اوسنيو اختلافاتو ته په کتو سره دغه شورا د ده او د ټولنې لپاره هيڅ ډول ارزښت هم نه لري.

محمد نسيم پژواک اژانس ته زياته کړه، د شورا غړي سر له اوسه په شخصي ګټو سر شوي او دا ښه ثبوت دی چې دغه غړي نه د ټولنې ستونزې هوارولای شي او نه يې د هواري وړتيا لري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.