کابل ( پژواک، ١٠ کب ٩٣ ) : ولسمشر اشرف غني د تقنيني فرمان له مخې ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق ورکړ.
د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې د کب په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر تېره ورځ ناوخته دغه تقنيني فرمان صادر کړى دى.
سرچينې زياته کړه، چې ددې فرمان له مخې ولايتي شوراګانو ته د نظارت او څارنې ورکړل شوى حق به له پخواني څار سره توپير ولري.
د نوموړي په وينا، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له ولايتي شوراګانو سره په ګډه په دې اړه يوه لايحه جوړه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به ولسي جرګې ته ولېـږل شي.