کابل (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، چې تر دې مهاله يې ١٩٤١ شکايتونه څېړلي او د ولايتي شوراګانو د نوماندانو شکايتونو ته په پام سره به د ډېرو محلونو رايې يو ځل بيا وشمېرل شي.
دغه کمېسيون، خپلې ډاګيزې ناستې د غبرګولي مياشتې له لسمې نېټې راپدېخوا د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او رسنيو د استازو په شتون کې، پيل کړې او تر دې مهاله يې د څلورو زونونو رايې څېړلې او ټاکل شوې، چې شاوخوا درې زره شکايتونه په راتلونکو درېيو ورځو کې وڅېړي.