Add new comment

Dead PC runner identified as Mohammadi

 
کابل (پژواک ٦ ورى ٩٣): تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کابل پر ولايتي دفتر د طالبانو په بريد کې د ولايتي شورا کانديد زمرى محمدي وژل شوى دى.
د ټاکنو د کمېسيون چارواکي وايي چې محمدي د خپلو انتخاباتي ناظرينو د کارتونو ترلاسه کولو لپاره دغه دفتر ته ورغلى وو.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې چې تېره ورځ د کابل د دارالامان په سيمه کې د ټاکنو پر دفتر وشو، د پنځو بريد کوونکو په ګډون لس تنه ووژل شول.
د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، په وژل شوو کې د دوى دوه کارکوونکي چې يوه يې ښځه ده او د ولايتي شورا يو کانديد زمرى محمدي شامل دي.
امنيتي چارواکو په دغه بريد د دوو پوليسو وژل کېدل هم تاييد کړي دي.
ټاکل شوې تر راتلونکو لسو ورځو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
په دې ټاکنو کې ٨ تنه ولسمشرۍ او شاوخوا ٢٦٠٠ تنه د ولايتي شوراګانو څوکيو ته کانديدان دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.