Add new comment

٨٧ تن ديگر از ليست نامزدان شوراهای ولایتی حذف شدند

 
کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون د ولايتي شوراګانو د نهه سوه کانديدانو د اسنادو تر څېړلو وروسته، ٨٧ کانديدان د تعليمي اسنادو د نه درلودو او د عمر د کموالي له امله له وروستي نوملړه ويستلي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون د نننۍ پرېکړې له مخې، د يادو کسانو له ډلې يې ٨٧ کانديدان په ټاکنيزو سياليو کې ګډون نه شي کولى.
له نوملړه ايستل شوي کانديدان، د هېواد په ٢٣ ولايتونو پورې اړوند دي، چې د دغو کسانو په ډلې کې درې مېرمنې هم شاملې دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون منشي او وياند محمدنادر محسني، نن په کابل کې په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې له ټولو ٨٧ کسانو څخه يې ٥٥ د تعليمي اسنادو د ستونزو له امله، درې تنه يې په تذکرو کې د تزوير له امله او پاتې ٢٩ نور يې د عمر د کموالي له امله، له وروستي نوملړه ايستل شوي دي.
د ټاکنو قانون، د ولايتي شوراګانو د کانديدانو لپاره ٢٥ کاله عمر معيار بللى دى.
دغه کميسون له دې وړاندې هم پنځوس تنه د جعلي اسنادو او د عمر د کموالي له امله چې ولايتي شورا ته يو له شرطونه څخه دى، له نوملړه ايستلي دي.
د شکايتونو کميسيون وروستى اقدام په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د ولايتي شوراګانو ټاکنيزې مبارزې د روان کال د کب مياشتې په ١٣مه پيل شوې دي.
په ورته وخت کې محسني زياتوي، دوى نورو ٥٧ کانديدانو ته هم د شنبې ورځې تر يوولسو بجو پورې مهلت ورکړى، ترڅو خپل تعليمي اسناد تصديق کړي.
د هغه په وينا، دغه کسان د يادو نهه سوو کسانو له ډلې دي، چې په اړه يې څېړنې روانې دي، خو کميسيون تر دې مهاله له دوى سره په اړيکه نيولو نه دى بريالى شوى.
محسني وويل، که چېرې دغه کسان په خپله ټاکلې موده کې په کابل او اړوندو ولايتونو کې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسون دفترونو ته لاړ نه شي، نو له نوملړه به وايستل شي.
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وياند وويل: "د روانې مياشتې له ١٣مې يعنې له هغې ورځې چې د ولايتي شوراګانو کمپاينونه په رسمي ډول پيل شوي، نو موږ هم د دغه نوملړ څېړنې پيل کړې."
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون له دې وړاندې ويلي و، که چېرى د کانديدانو تحصيلي اسناد جعلي ثابت شي، نو دوى به يې نوملړه وباسي.
ټاکل شوې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه تر سره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.