PC votes from 600 sites to be recounted

 
کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ولايتي شوراګانو د ٢٣ ولايتونو د رايو پايلې يې سيستم ته داخلې کړې دي او همداراز يې د څه د پاسه ٦٠٠ محلونو د رايو د بيا شمېرنې پرېکړه کړې ده.
د دې کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، چې د ولايتي شوراګانو د رايو شمېرل په منظمه توګه جريان لري او د ټاکل شوي تقسيم اوقات له مخې به لومړنۍ او وروستۍ پايلې اعلان شي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر پرون مازيګر پورې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ٢٣ ولايتونو نتايج د رايو د پايلو د ملي مرکز سيستم ته داخلې کړې دي او د اوس لپاره هم جريان لري، خو په اړه يې تازه جزئيات نه درلودل.
نوموړي زياته کړه: "تقريبا شپږ سوه څخه زيات محلات، له سره شمېرل کېږي، چې د بېلابېلو ولايتونو اړوند دي او د اتو سوو په شاوخوا کې محلات دي، چې بايد تفتيش شي."
د ټاکنو کمېسيون، پخوا تر دې هم د ولسمشريزو ټاکنو د ځينو محلونو رايې له دې امله بيا شمېرلې او يا تفتيش کړې وې، چې ګومان کېده درغلي په کې شوې وه.
نور وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون به د ټاکنيز مهال وېش له مخې، د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې د غويي په ٢٧مه او وروستۍ پايلې د غبرګولي په ١٧مه اعلان کړي.
بلخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو د ٤٤٤ محلونو د رايو په اړه لا هم د دوى څېړنې نه دي بشپړې شوي.
د دغو محلونو رايې، له دې امله چې "جدي ستونزې" يې درلودې، په لومړنيو پايلو کې نه وې شاملې کړې او د هغې د څېړلو لپاره يې دوه ورځې وخت غوښتى وو، خو دا دى له غوښتل شوي وخت څخه د اوو نورو ورځو تر تېرېدو وروسته، لا هم د دې رايو برخليک نه دى څرګند.
نور وايي، ډېر ژر به د دې رايو په اړه د دوى څېړنې پاى ته ورسېږي او پايلې به يې د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون سره شريکې کړي.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شوې.
په دغو ټاکنو کې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره اته تنه او د ولايتي شوراګانو د څوکيو لپاره شاوخوا ٢٦٠٠ کسانو سره سيالي وکړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.