PC election preliminary results delayed

 
کابل (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ پايلې د لا ډېر غور لپاره بيا ځلې ګوري او تر څو راتلونکو ورځو به اعلان شي.
د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه په يوه وخت کې ترسره شوې او ټاکل شوې وه، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مهالوېش سره سم نن (د غويي ٢٧مه) اعلان شي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور يوې خبري غونډې ته وويل، چې نن په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مشرتابه شورا غړو ناسته ترسره کېږي، څو ځان ډاډمن کړي، چې ټول کارونه له پلان سره سم وړاندې تللي دي.
هغه زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لا زيات کره والي لپاره يو ځل بيا ټول ترسره شوي فعاليتونه او ټولونې د ټاکنو د پايلو د جمع بندۍ په مرکز کې تر بيا ځلي غور لاندې نيسي، څو هغه پايلې له خلکو سره شريکې کړي، چې د خلکو د رايو پر بنسټ رامنځته شوې دي.
نور زياته کړه، چې د ٣٤ ولايتونو د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د جمع بندۍ کار بشپړ شوى او کمېسيون چمتو دى، څو وروستۍ پايلې دېر زر اعلان کړي.
نوموړي د پايلو د اعلان کره نېټه ونه ښوده، خو وايي، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو ميکانيزم له مخې د ولايتي شورا پايلې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وييپاڼې له لارې اعلانېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند وړاندې وويل: ((که چېرې د ولايتي شورا نوماندان اعتراض لري، کولى شي چې خپل اعتراضونه د ټاکو قانون، کړنلارو او لايحو له مخې په کمېسيون کې درج کړي.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.