کابل (پژواک ١٣ کب ٩٢): د ولايتي شوراګانو د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په پيلېدو سره د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د دوى د ټاکنيزو مبارزو د امنيت ساتلو په موخه يې اړين امنيتي تدابير نيولي او کانديدان هم بايد له پوليسو سره همغږي ولري.
د ولايتي شوراګانو کانديدانو د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، خپلې ټاکنيزې مبارزې نن په رسمي ډول پيل کړې. دغه ټاکنيزې سيالۍ به تر راتلونکې يوې مياشتې پورې دوام وکړي او د ټاکنو د ترسره کېدو له نېټې ( ١٣٩٣ کال د وري ١٦مه) به دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسيږي.