Add new comment

IECC to open provincial offices ‘soon’

 
کابل (پژواک ١٥سلواغه ٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تر ټاکلې مودې پنځه مياشتې وروسته لا هم نه دى توانېدلى چې په ولايتونو کې خپل دفترونه پرانيزي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون اصلي دنده د کانديدانو په اړه د خلکو د شکايتونو ارزونه او ټاکنيزو سرغړونو ته رسېدنه ده، چې د کانديدانو او يا هم د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو له لوري رامنځته کېږي.
دغه کمېسيون ته لا هم د ولايتونو اوسېدونکي خپل شکايتونه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفترونو له لارې استوي.
د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون چارواکي وايي چې په نږدې ورځو کې به په ٣٤ ولايتونو کې خپل دفترونه پرانيزي چې په دې سره به دوى په مستقيم ډول په ولايتونو کې د خلکو شکايتونه و ارزوي.
د دغه کمېسيون منشي او وياند نادر محسني وايي، چې دوى د ولايتي کمېشنرانو لېست د تاييد لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولى دى.
د محسني په خبره، د هر ولايت لپاره درې کمېشنران ټاکل شوي چې په مجموعي ډول ١٠٢ تنه کېږي او ډېر ژر به ولايتونو ته واستول شي.
محسني زياته کړه: "دا دفترونه به ډېر ژر پرانيستل شي، خو مقدماتي کارونه يې لا بشپړ شوي نه دي، د ولسمشر له خوا بايد د کمېشنرانو منظوري راشي او نور اداري کارونه يې پاتې دي."
ده وويل، چې دا مهال د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په ولايتونو کې د خپلو دفترونو لپاره د ودانيو پر کرايه کولو او تجهيزلو بوخت دى.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په داسې حال کې د خپلو ولايتي دفترونو د پرانيستو خبره کوي چې د ولسمشرۍ کانديدانو خپلې ټاکنيزې مبارزې دوه ورځې وړاندې پيل کړې دي.
محسني وويل، چې تر دې مهاله دوى ته د ټاکنيزو مبارزو په اړه د خلکو له خوا کوم شکايت نه دى رسېدلى.
د ټاکنو لپاره د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، دغه دفترونه بايد د تېرې وږي مياشتې په دويمه نېټه پرانيستل شوي واى، چې د کمېسيون د چارواکو په وينا د تخنيکي ستونزو له امله دغه چاره وځنډېده.
خو د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون منشي وايي چې د ولايتي دفترونو په پرانيستلو کې ځنډ د دوى کارونه نه شي اغېزمنولى.
محسني وويل: "موږ د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره هوکړه کړې، که په ولايتونو کې څوک شکايت ولري، کولى شي د ټاکنو په کمېسيون کې يې ثبت کړي، دوى يې موږ ته استوي. ډېر ولايتي شکايتونه د ولايتي شوراګانو د کانديدانو په اړه وي، چې تر هغه وخته زموږ دفترونه پرانيستل کېږي."
ټاکل شوې ده چې د ولايتي شوراګانو کانديدان خپلې مبارزې د راتلونکې مياشتې (کب) په ١٣ مه پيل کړي.
د يادونې ده، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د خپلو کارونو د مخته وړلو لپاره دولتي بودجه نه لري او د دغه کمېسيون د چارواکو په وينا کارونه يې يواځې د مرسته کوونکو موسسو په پيسو مخته ځي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.