Add new comment

PC runners get 24 hours to file complaints

 
کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون د ولايتي شوراګانو د لومړيو پايلو د اعلان په اړه د شکايتونو اخيستل پيل کړل.
د ولايتي شوراګانو ټاکنو لومړۍ پايلې، له څلورو ورځو ځنډ وروسته نن اعلان شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې په ټاکنو کې ډېر غور او څېړنې د دې پايلو د ځنډېدو لامل شوې، تر څو تېروتنې په کې رامنځته نه شي او هر چا ته خپل حق ورکړل شي.
د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون وياند نادر محسني په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې له څلورو ورځو ځنډ وروسته د ولايتي شوراګانو د پايلو په اعلانونولو سره ټولو ولايتي دفترونو ته لارښوونه شوې، چې د لومړيو پايلو په اړه د نوماندانو شکايتونه ثبت کړي.
هغه زياته کړه، چې د ولايتي شوراګانو ټول نوماندان بايد خپلې پايلې د ټاکنو کمېسيون په ويب پاڼه کې وګوري او که چېرې د لومړيو پايلو په اړه شکايت لري نو خپل شکايتونه تر ٢٤ ساعتونو (د چهارشنبې ورځې تر ١٢ بجو) پورې د مرکز په ګډون د هېواد د ٣٤ ولايتونو د ټاکنو په مرکزونو کې ثبتولى شي.
محسني، چې د ټاکنيزو شکايتونو منشي هم دى، زياته کړه چې له ٢٤ ساعتونو وروسته به د شکايتونو کمېسيون د داخلي کړنلارې له مخې، هېڅوک هم د شکايتونو د ثبت حق ونه لري.
هغه زياته کړه: "کوم کسان چې خپل شکايتونه ثبتوي، بايد شکايتونه، شواهد او دليلونه يې مستند وي."
د شکايتونو کمېسيون وياند وويل، چې د ولايتي شوراګانو شکايتونه به هم د ولسمشرۍ نوماندانو د شکايتونو په څېر په ډاګيز ډول څېړل کېږي او کوم کسان چې خپل شکايتونه ثبتوي او يا پر چا شکايتونه شوي وي نو خپلو دفاعيو ته بايد چمتووالى ولري.
د شکايتونو کمېسيون وايي، چې د څلورو ورځو ځنډ په ساتلو سره به هڅه وکړي چې د ولايتي شوراګانو د لومړيو ټاکنو په اړه خپله پرېکړه د غبرګولي مياشتې په ١٧ مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپاري.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم نن ويلي: "کله چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ټولو شکايتونو او اعتراضونو ته ځان ورسوي، نو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي شوراګانو د ټاکنو وروستيو پايلو اعلانولو ته چمتو دى."

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.