Add new comment

Hearing into PC candidates' complaints begins

 
کابل (پژواک ١٠ غبرګولى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون، د يوې علني غونډې په ترڅ کې د شمال لوېديځ زون د ولايتي شوراګانو د پايلو د اعلان او د ټاکنو د ورځې په اړه لسګونه شکايتونه او اعتراضونه وڅېړل.
 د نننۍ ورځې ناسته د سياسي ګوندونو، د مدني ټولنې د بنسټونو، رسنيو او د ولايتي شوراګانو د استازو په ګډون تر سره شوه. ټاکل شوې دا ډول غونډې تر راتلونکې يوې اونۍ پورې دوام وکړي او د ټولو زونونو شکايتونو او اعتراضونو ته لاسرسى وکړي.
دغه شکايتونه ډېرى،د يوه ځانګړي کانديد په ګټه د صندوقونو د ډکولو او درغليو، د رايو د پاڼو د کمښت او د ټاکنو کمېسيون په ويب سايټ او د رايې مرکزونو کې د رايو تر منځ د توپير  په اړوند ثبت شوي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت وويل، چې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو له لوري ټول ثبت شوي شکايتونه او اعتراضونه د درغليو او تېروتنو په نوملړ کې شامل شوي، چې دغه کمېسيون د ټولو کانديدانو او د هغوى د استازو په حضور کې په علني ډول وڅېړل شول.
 هغه زياته کړه، چې شکايتونه د زون په ډول ترتيب شوي او نن د شمال لوېديځ زون (سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو) شکايتونه وڅېړل شول او کانديدانو د درغليو په اړه ټول سندونه او مدارک وړاندې کړل.
 سعادت زياته کړه: " موږ به دغه سندونه او مدارک په علني ناستو کې وڅېړو او د اسنادو د وړاندې کولو پر مهال به د يو شمېر محلونو د رايو د بيا شمېرنې په اړه، چېرته چې درغلۍ شوې وي، پرېکړه وکړو."
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر وايي، چې محدود وخت او دغو ټولو شکايتونو ته لاسرسى سخت کار دى، خو کمېسيون هڅه کوي، چې په ټاکل شوې موده کې دغو ټولو شکايتونو ته لاسرسى وکړي، ترڅو نسبي عدالت پلى شي.
په دغه ناسته کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون منشي او وياند محمد نادر محسني وويل، چې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو له لوري په ټوليز ډول درې زره شکايتونه ثبت شوي او د راتلونکو شپږ ورځو په ترڅ کې به د علني ناستو په ترڅ کې وڅېړل شي.
ټاکل شوې، سبا د هېواد شمال ختيځ زون (بغلان، بدخشان، تخار او کندوز) شکايتونو او له هغه يوه ورځ وروسته د سوېل لوېديځ زون (کندهار، زابل ، اروزګان او غور) شکايتونو ته لاسرسى وشي.
 د کمېسيون په وينا، د سې شنبې په ورځ به د سوېل او سوېل لوېديځ زون (هرات، بادغيس، نيمروز، فراه او هلمند) د چهارشنبې په ورځ به د ختيځ او سوېل ختيځ زون (ننګرهار، لغمان، کونړ، لغمان، پکتيکا، پکتيا او خوست)  او د پنجشنبې په ورځ به د مرکز زون (کابل، کاپيسا، پروان، وردګ، لوګر، پنجشېر، باميان، غزني او دايکنډي) ته لاسرسى وشي.
 دا په داسې حال کې ده، چې د ولايتي شوراګانو يو شمېر کانديدانو له تېرې اونۍ راهيسې د کابل ښار د زرنګار پارک مخې ته خېمه وهلې او په تحصن يې لاس پورې کړى دى. دوى ادعا کوي، چې د وري د شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې درغلۍ شوي او د ولايتي شوراګانو رايې بايد له سره وشمېرل شي.
همدارنګه د ولايتي شوراګانو يو شمېر نورو کانديدانو د بغلان په ګډون په ځينو ولايتونو کې د غونډو او لاريونونو په تر سره کولو سره د رايې د بيا شمېرلو غوښتنه کوي.
ولايتي شوراګانو ته شاوخوا ٢٦٠٠ تنه کانديد شوي وو، چې له دې ډلې يې ٤٥٨ کسانو دغو شوراګانو ته لاره موندلې ده.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې دوى خپله پرېکړه د غبرګولي مياشتې تر ٢٢ مې نېټې پورې د ټاکنو کمېسيون ته ولېږي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.